شعـــــرونه

سوله/ عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

نور په هر لور به سوله راشي
بیا کور په کور به سوله راشي

په هر یو چم به ګورې مینه
نوره په شور به سوله راشي

جنګ به شي ورک نفرت به ورک شي
سپین او په تور به سوله راشي

هغه زمونږ ورکه راپیدا شوه
وایم په زور به سوله راشي

اشرف غني چې نه غوښتله
پیکۍ یې خور به سوله راشي

ها ده لږ څرک یې راښکاره شو
عاکفه نور به سوله راشي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x