شعـــــرونه

غزل/ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

په ملغلرو درته هار جوړوم
ازادۍ ستا حُسن سینګار جوړوم

د حریت شال به دې په سر اچوم
شال دې په ګوتو په زرتار جوړوم

پېیم دې غاړې ته آمېل په مینه
لونګ دانه دانه په شمار جوړوم

ستا د راتلو زېری راوړی جانان
په ګلو ښکلې درته لار جوړوم

چې شي زرغون په کې نرګس او غاټول
د وطن دښتې په معمار جوړوم

مظلوم ملت چې پکې ښه ژوند وکړي
د مینې کور د مینې ښار جوړوم

چې د ګودر سرۀ یو ځای شهید شو
ځمه زیارت په مات چنار جوړوم

د هر طالب د هر شهید په نامۀ
هر څلور لاري کې منار جوړوم

د (عرفاني) غزل لتانه قربان
تاته غزل په افتخار جوړوم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x