شعـــــرونه

غزل/ الفت جان

الفت جان

زه ستا په عشق کې قرباني پروردګاره ښه یم
په وینو رنـګ ټوټه ټوټه د ننـګ پر لاره ښه یم

ما ستا په مینه کې بلها بلها دردونه تـیر کړل
زه ستا په مینه کې تل داسي ناقراره ښه یم

زه یو ملنګ څیري ګریوان دتورو غرونو سړی
شبګیر وهلی ستا و سیوري ته چناره ښه یم

ما د ژوندون ټول ارمانـونه لتا کړل سپـلیني
خــوږ شـهادته تل پـه تا پـسـي خماره ښه یم

چې دځوانۍ بهار کړم تېر ستا په سپیڅلي لار کې
ستومان ستومان دښتو رغو کې ستا لپاره ښه یم

چې ټول را پاڅو د محشر په سخته ورځ کې هلته
چې یـم مـلـګری د شهـیـدو له قطاره ښه یم

چې دکوثـر جامـونه ویشي عاشـــقانو لــــره
الفت نیږدې دا ستا په څنګ کې خوږه یاره ښه یم

ـــــــــــ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x