
سکاټ مېلر: دجګړې په شدت کې د پام وړ کموالی راغلی، موږ یې هره ورځ څارو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» وايي، د افغانستان د جګړې په شدت کې د پام وړ کموالی راغلی.
مېلر، چې تېره ورځ يې په کابل کې د ګډ حکومت د دفاع له وزیر «اسدالله خالد» سره په ګډه رسنیو ته خبرې کولې، وویل « څه چې موږ یې اوس وینو، واقعا هم د جګړې د شدت کموالی ورته ویلای شو، کوم چې د افغانستان او افغانانو لپاره ډېر غوره دی.»
نوموړي زیاته کړې « زه او وزیر صیب هر هغه څه چې پېښېږي، له نږدې څارو او هره ورځ سره وینو تر څو په صحنه کې کېدونکې پېښې یقیني کړو.»
د مېلر په قول، دوی د جګړې د شدت د کموالي هوکړې ته ژمن دي؛ خو ځیني پېښې شته، چې له نږدې یې څاري.
“We're working our way through the reduction of violence. We’re seeing what we would call a downward trend in violence, which is great for the #Afghan people. It's great for the country of #Afghanistan.” – General Scott Miller pic.twitter.com/SMdDyIbgv2
— USFOR-A Spokesman Col Sonny Leggett (@USFOR_A) February 25, 2020
یاده دې وي، چې طالب او امریکايي مذاکراتي ټیمونو د تېرې شنبې له ورځې د روانې فبروري د میاشتې تر ۲۹ مې نېټې پورې د توافقنامې لاسلیک ته زمینې برابرولو په موخه د جګړې د شدت په کموالي سلا شوي.
تر دې دمه د جګړې د شدت کموالی د ښکېلو اړخونو له لوري مراعات شوی او سترې امنیتي پېښې نه دي رامنځته شوې.
په ورته وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» او دبهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» وایي، که د «اورکم» اوونۍ په بریالۍ توګه پای ته ورسېږي، له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کوي.