
د افغانستان سوله د امریکا او هند ګډ هدف دی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۸ل): د امریکا متحده ایالات او هند وايي، یو سوله ییز، باثباته او ډیموکراټيک افغانستان د دواړو هیوادونو ګډ هدف دی.
هند ته د ټرمپ له سفر وروسته د امریکا او هند له لوري په ګډه خپره شوې اعلامیه کې راغلي « یو باثباته، پرمختللی، ډيموکراټيک او همه شموله افغانستان د هند او امریکا ګډ هدف دی، دواړه هیوادونه د افغانانو په رهبري او مالکیت د سولې او بیا رغونې له هغې پروسې ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې اتلس کلنې لاسته راوړنې ساتي، د ترورستانو لپاره خوندي ځایونه له منځه وړي، تشدد ته د پای ټکې ږدي او یوه سوله ییز او خپلواک افغانستان ته لاره هواروي.»
په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې ټرمپ د افغانستان د پرمختګ او ثبات په برخه کې د هند له مرستو مننه کړې.
India-US Joint Statement:
Against terrorist safe havens, use of terrorist proxies and cross-border terrorism; For democratic Afghahistan and sustainable peace. pic.twitter.com/vWaJUs6L3J— Vinay Kumar (@vkumar1969) February 25, 2020
یاده دې وي، چې هند په سیمه کې د کابل حکومت نږدې ملګری بلل کېږي، چې وخت ناوخته د نورو برخو تر څنګ له حکومت سره په دفاعي او امنیتي برخه کې هم مرستې کوي.