
سوله باید د ټولو لومړیتوب وي
نن ټکی اسيا سرليکنه
نن د اورکم پیلیدو پنځمه ورځ ده چې په هیواد کې د پوځي پیښو په شمیر کې د پام وړ کموالی لیدل کیږي.
له دې سره د طالبانو او مریکایانو ترمنځ په روان مذاکراتي بهیر باور هم زیات شوی او که پاتې ورځې هم په دې ډول سوله ییزې تیرې شي امید شته چې د جګړې ختمیدو درشل ته به نور هم ونیږدي شو.
د اورکم اوونۍ په پیلیدو سره یواځینۍ لانجه د ټاکنیزو کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي لانجه وه چې په نیږدي یوملیون رأیو دوو تنو ځان بریالي ګانه او دواړو ګټونکو ښاغلیو د ځان د بریا په مناسبت د تحلیف د مراسمو تابیا کړې وه چې دغه ټاکنیز کش مکش او په شمالي ولایتونو کې د والیانو عزل ونصب خلګ اندیښمن کړي وو.
خو تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په یوې اعلامیې سره دا لانجه هم هواره او دواړه ګټونکي ښاغلي په ټاکلي وخت د تحلیف له مراسمو صرف نظر شول.
د افغانستان د لانجې په ټولو ابعادو کې د امریکا رول همدومره مؤثر او قاطع دی، که هغوی وغواړي په واقعي ډول د اشغال په ختمولو سره نور خپل ځان له افغانستانه ورټول کړي ښايي نورې ډیرې سترې لانجې هم په داسې آسانې ورسره حل شي.
د جګړې خاتمه او د سولې ټینګښت په افغانستان کې تر هر هرڅه لومړیتوب لري.
لهذا د لانجې ښکیل لوري باید تر بل هرڅه همدې لومړیتوب ته متوجه او د هغه د تحقق لپاره کار وکړي.