ورزش

کرکټ بورډ پر محمد شهزاد لګېدلی بندیز ختم کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې په تکړه توپ وهونکي او ویکټ ساتونکي محمد شهزاد لګېدلی بندیز ختم کړ.

د ۲۰۱۹م کال اګست میاشتې په ۱۸مه نېټه د کرکټ بورډ د ډسپلین او انضباط کمیټې پر محمد شهزاد د یوه کال لپاره د کرکټ کې له هر ډول فعالیت څخه بندیز لګولی و.

خو اوس د کرکټ بورډ لخوا په خپاره شوي خبر کې راغلي چې د کرکټ بورډ عمومي رییس فرحان یوسفري د محمد شهزاد بخښنه منلې، خو د هغه سره به د کرکټ بورډ تړون بندیز لا هم تر خپلې ټاکلې نیټې (اګست میاشتې) دوام ولري.

د افغانستان کرکټ بورډ تیر کال اګست میاشت کې له نړیوال جام څخه وروسته  محمد شهزاد تورن کړی و چې د ادارې له اجازې پرته څو ځلې له هېواده بهر تللی. د اصولو پر بنسټ، چې کله هم کوم لوبغاړی له هېواده بهر ځي نو له ادارې باید اجازه ترلاسه کړي.

کرېکټ بورډ ویلي وو، محمد شهزاد له دې وړاندې هم څو ځلې د افغانستان کرکټ بورډ له قوانینو او اصولو سرغړونه کړې، په همدې بنسټ نن د کرکټ بورډ د ډسپلین کمېټې پربکړه وکړه چې له امله یې نوموړی په هیڅ ډول لوبو کې ګډون نه شي کولی.

په دې سره به محمد شهزاد تر هغې چې کرکټ بورډ سره نوی تړون لاسلیک نه کړي، نشي کولی د ملي لوبډلې سره یوځای په نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي، مګر په کورنۍ او تجارتي سیالیو کې ګډون کولی شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close