افغانستان

خلیلزاد: د لوړې مراسمو په ځنډولو له ولسمشر غني مننه کوو او راتلونکی حکومت بايد ټول شموله وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د لوړې مراسمو ځنډولو له امله له ولسمشر اشرف غني مننه کوي او د افغانستان راتلونکی حکومت بايد ټول شموله وي.

زلمي خلیلزاد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، اشرف غني د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی دی، د لوړې مراسم يې ځنډولي او ټاکل شوې، چې دغه مراسم د راتلونکې مارچ مياشت په نهمه ترسره شي.

نوموړي ټينګار کړی، چې د افغانستان راتلونکی حکومت بايد ټول شموله وي، تر څو ټول افغانان په کې ځانونه وويني.

د کابل حکومت مشر اشرف غني ويلي و، چې د راتلونکي ولسمشر په توګه به د لوړې مراسم سبا پنجشنبه د کب په اتمه نېټه ترسره شي، خو ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، دا غونډه د امريکا په غوښتنه ځنډول شوې ده.

رویټرز خبري اژانس تېره ورځ ليکلي و، چې زلمي خلیلزاد له اشرف غني او عبدالله دواړو غوښتي، چې د لوړې مراسم د سولې پروسې ته زيان رسوي او دوی بايد دا مراسم وځنډوي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم مشر غړي فضل احمد معنوي هم ويلي، د واليانو ګومارنه او د لوړې مراسم يې د زلمي خلیلزاد په غوښتنه ځنډولي او ارګ هم ويلي، چې دا مراسم به نه ترسره کيږي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون اشرف غني د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړی، خو عبدالله عبدالله وايي، دا پایلې نه مني او ټينګار کوي، چې دی به د افغانستان راتلونکی ولسمشر وي او ټول شموله حکومت به جوړ کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ هم ويلي، افغان مشران بايد د ټاکنيزو ناندريو پر ځای د سولې پروسې ته پاملرنه وکړي او له طالبانو سره د سولې له تړون وروسته دې ټول شموله حکومت رامنځته شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

خلیلزاد : د لوړی د مراسمو په ځنډولو له ولسمشر غنی مننه کوو چی زمونږ امرونه په سمه منی بیله دیچی تندی یی تریو سی ، خو پمپیو ماته وویل چی ټرمپ راته وویل چی دا ډیر بد خلګ دی ، دوی د خپل دین ، خپل هیواد او خپل ولس سره خیانت کوی زمونږ سره به څه وفا وکړی ، دا سمه ده چی مونږ دغسی خلک غوښتل خو دا احمقان اوس بیخی په څلورو ځی . په پای کی ټرمپ راته وویل چی یوه لاره ولټوی چی دا بیهمته غلامان هلته بند پاته سی او اولس یی محکمه کړی ، دطالبانو سره د راتلونکو اړیکولپاره به دا یو ښه پاینټ هم وی ؟؟؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close