
د سولې ادبیات
غزل/ تپاند زهاد
تپاند زهاد
که خداي کوله اذادۍ به مو تر کلي راشې
ملګرو ورکه خپلواکۍ به مو تر کلي راشې
ها چي راتلو تې له کلونو انتطار و ټوله
اوس نازولي ناوکۍ به مو تر کلي راشې
ډیرو تنکیو ګلابونو ورته ویني ور کړي
د څوارلسم ښکلي سپوږمۍ به مو تر کلي راشي
رب مهربان دي چي پوره به مو دا ستر ارمان شي
له کوه قاب شاپیرۍ به مو تر کلي راشي
چي د اشغال تغر وي ټول فضا وي امن امن
را به شي ورکه غرڅنۍ به مو تر کلي راشي
چي ورور ولي او اخوت وي نه وي جنګ او جکړي
د امن سولي پسرلۍ به مو تر کلي راشې
یا الله ته مو نور هوسا کړي دغه ستړي ژوندون
تپاندزُهاده) ورور ولۍ به مو تر کلي راشي
تپاندزُهاد