افغانستان

ارګ: د کرونا ویروس د خپرېدو اوازو مو د لوړې مراسم وځنډول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اشرف غني د لوړې د مراسمو د ځنډ خبر ورکړ، ارګ وایي، دا مراسم یې د کرونا ویروس د خپرېدو د اوازو له امله ځنډولي.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اشرف غني له قومي مشرانو، شخصیتونو، د دولت ساز ټیم له مشرتابه او نړیوالو شریکانو سره تر سلا مشورو وروسته د لوړې مراسم د کب د میاشتې تر ۱۹ نېټې پورې ځنډولي.

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي «د کرونا ویروس د خپرېدو اوازې، د بهرنیو لوړرتبه مېلمنو د راتګ لپاره د وخت کمی او مراسمو لپاره د لا ډېر تخنیکي چمتوالي اړتیا، د دې سترې ملي برنامې د ځنډ اساسي لاملونه دي. د افغانستان جمهور رئیس د شریف ملت د حوصلې او د هیواد د لوړو مصالحو په اړه د دوی د ژور درک مننه کوي.»

ددې تر څنګ امنیتي ځواکونو ته دستور ورکول شوی، چې د اورکم د اوونۍ په مهال مسلکي پاملرنه او د هیوادوالو د ځان او مال په خوندیتوب کې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم یو تن مخکښ غړی «فضل احمد معنوي» بیا وایي، عبدالله عبدالله هم د لوړې د مراسمو لپاره چمتووالی درلود؛ خو د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په غوښتنه يې دا مراسم وځنډول.

یاده دې وي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر ارګ وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاده کړه، چې د لوړې مراسم ځنډېدلي.

ورپسې «زلمي خلیلزاد» هم د خپل ټویټر له لارې له حکومت مننه وکړه، چې د مراسمو د ځنډولو توافق یې کړی او تر څنګ یې ټینګار وکړ، چې نوی حکومت باید همه شموله وي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عظیمی
میلمه
عظیمی

د بل نوکران یاست. دا ۱۹ کاله خارجی مرجیعی اجندا در کوی او په تاسی تالی څټی یی عملی کوی. او نن تاسی ته د کرونا ویروس مهم ښکاری چه اولس په مبتلا نه سی. دا نوونس کاله مو پر ملت غولبی وکړی در ته مهمه موضوع نه وه نه کورونا درت مهم ښکاری. او د ملت غم درسره پیدا سو. اصلی د کرونا آفت خو تاسی یاست. تر اوسه مو نوم په مزدوره اداره کی نه دی نوشته سوی بیا ډلی ډلی منتقیدین څارنوالی ته معرفی کیږی. که به دی ګدی کښنیی بیا به ددی ملت څه حال وی؟

نواب
میلمه
نواب

دیر ### او ## انسان ده،
دکرونا اوازو دلوری مراسم وزندول که د پمپیو اواز له امریکا نه؟؟ شرم نلری

پتنګ
میلمه
پتنګ

دا چارپایان خو ډیر احمقان دي خپل ایمېج په خپله کموي ! !! تف تف

فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحپم ط
ظالمانو درواغ وياست ، نو لږ څه سنجيده درواغ واياست ، چي ملت په پوه نسي.

Back to top button
Close
Close