
کابل کې چاودنې نهه تنه ټپيان کړي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د مقناطیسي ماین چاودنې نهه تنه ټپیان شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند «نصرت رحیمي» وایي، پېښه نن ورځ ماسپښيین مهال د شپږمې امنیتي حوزې اړوند «فیض محمد کاتب» جاده کې رامنځته شوه، چې له امله یې د یوې مېرمنې په ګډون نهه تنه ټپیان شول.
د رحیمي په خبره، چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.
په داسې حال کې، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د جګړې د شدت د کموالي پړاو روان دی، د کابل نننۍ چاودنه لومړنۍ ده، چې په تېرو پنځو ورځو کې د افغانستان په یو ستر ښار کې رامنځته کېږي.
طالبانو د یوې خبرپاڼې له لارې د کابل په نننۍ چاودنه کې لاس لرل رد کړي او شوې چاودنه یې د استخباراتي کړیو کار بللی.
د طالبانو په خبره، دا ګام د استخباراتي کړیو له خوا د بدګمانۍ یو ډول هڅه ده.
#وضاحت:
د کابل په ښار کې چاودنه د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري، ښايي د استخباراتي حلقو لخوا د بدګمانۍ د را پیداکولو شومه هڅه وي. #توضیحات:
وقوع انفجار در شهر کابل ربطی به مجاهدین امارت اسلامی ندارد، شاید تلاش ناکام بخاطر ایجاد بد بینی ازطرف حلقات استخباراتی باشد.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) February 26, 2020
د دی واقعی سوال او جواب دی امریکایان او ناتو د خپلو دوستانو او دست نشانده امنیت ملی څخه په کابل کی وکی.
شرمښان باد ؤ باران غواړئ – یا – داسي : خائنان اوبه خړوئ ماهیان په کښي نیسئ — دا د باچهۍ په نشه مست د غرب غلامان کله هم سوله نه غواړي – خراب او نامراد دي وي —