
عبدالله عبدالله: سوله لومړيتوب لري؛ خو له فساد ډکې پایلې د منلو وړ نه دي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» وایي، سوله ورته لومړیتوب لري؛ خو د ټاکنو له فساد ډکې پایلې د منلو وړ نه دي.
عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن له پخواني ولسمشر «حامد کرزي»، د حزب اسلامي له مشر «ګلبدین حکمتیار»، د بهرنیو چارو له پخواني وزیر «صلاح الدین رباني» او انورالحق احدي سره تر لیدنې وروسته کړې.
عبدالله عبدالله او ورسره سیاسیونو د سولې په برخه کې د امریکا او نړیوالو له هڅو مننه کړې او په خبره یې «د سولې په برخه کې د اورکم روانه طرحه به د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې توافقنامې لاسلیک ته زمینه برابره کړي او تمه ده ورپسې بین الافغاني خبرې پیل شي.»
عبدالله زیاته کړې « سوله د افغانستان د خلګو لومړیتوب ده او د ټاکنو تقلبي پایله په هیڅ وجه ورته د منلو وړ نه ده.»
د نوموړي په قول، پرېکړه مو وکړه، چې روان بحران به په بشپړ تدبیر سره حل کوو، تر څو سوله او ټاکنې ترې اغېزمنې نشي.
4/4… we commit to supporting the peace process as well as applying all legal instruments to defend people's clean votes through transparency by preventing the institutionalization of fraud.
— Dr. Abdullah Abdullah (@DrabdullahCE) February 26, 2020
یاده دې وي، عبدالله عبدالله داسې مهال یو ځل بیا د ټاکنو پایلې ردوي او له سیاسیونو سره د سولې په تړاو غږېږي، چې تمه ده په راتلونکې مارچ میاشت کې بین الافغاني خبرې پیل شي.
ارګ لا هم نه دی توانېدلی، د سولې په برخه کې له سیاسیونو او اجرائيه ریاست سره خپل اختلافات حل کړي او د بین الافغاني خبرو لپاره یو ټولمنلی پلاوی وټاکي.