افغانستان

ولس او طالبانو په ګډه د نیالګیو کېنول پيل کړي/انځورونه او ويډیوګانې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ کب، ۱۳۹۸ل): په تخار او کندز ولایتونو کې طالبانو له ولسي وګړو سره د نیالګیو مرسته کړې او له هغوی سره په ګډه یې د کېنولو چاره پيل کړې.

دغه مرسته د طالبانو د «کرهڼې او مالدارۍ» کمېسیون له لوري د کندز او تخار خلګو ته وېشل شوې او په ګڼو نورو ولایتونو کې یې هم د وېشلو پلان شته.

د کرهڼې او مالدارۍ کمېسیون له ټولو ولسي وګړو غوښتي، چې د کرهڼیز موسم له رارسېدو سره سم نیالګي کېنوي، ویې پالي او ساتنه یې وکړي.

یاده دې وي، چې له تېرو څو کلونو راپدېخوا طالبان د مشرتابه په امر هر نوی کال د نیالګیو په کېنولو پیلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دا خو خورا ښه او انسانی کار دی. دا څنګ ته یی سړک چا پدی حالت راوستی؟ الله د دوی خوار کړی.

الحاج استاذ بیانزی

الله ج افغانانو ته ملایکی او یا تر ملایکو به هم اوچت خلک ( طالب مجاهدین ) هدیه کړی، دوی هغه خلفا دی چه ملایکو ورته د خلافت د سپیڅلی مقام د عظمت د پاره د تعظیم سجده وکړه ځکه ورته اشرف المخلوقات ویل کیږی. تر ټولو اوچتو او لوړو انسانانو ته چه د طالبانو په شان د خلافت وړتیا او پیاوړتیا ولری اشرف المخلوقات ویل کیږی تر ټولو ذلیله انسانانو لکه نړیوال کفر او د کابل غلامه اداره او پلویانو ته یی اسفل سافلین (یعنی تر ټولو ذلیله مخلوق) ویل کیږی دواړو شاخجو کی بیا جلا جلا درجی شتون… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x