
پاکستان د افغانستان د سولې لپاره ملي ډیالوګ جوړوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د قومي اسمبلی «پارلمان» مشر وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د توافقنامې له لاسلیک وروسته د افغان سولې په تړاو ملي ډیاولوګ جوړوي.
جیو نیوز د پاکستان د پارلمان د مشر «اسد قیصر» له قوله لیکي، چې دا ناسته به د راتلونکې مارچ میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د پاکستان د پارلمان په سکرتریت کې راوبلل شي، چې وکیلان، علماء، د مدني ټولنې غړي او د رسنیو کارکوونکي به یې برخه وال وي.
د قیصر په قول، په دې ناسته کې به د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون له لاسلیک وروسته افغانستان په اړه بحث وشي، په تړاو به یې د هیواد ستراتېژي جوړه شي او د سولې په روانه پروسه کې به د پاکستان رول وارزول شي.
نوموړي ددې تر څنګ په سوله ییز افغانستان ټینګار کړی، ځکه په خبره یې، د افغانستان سوله سیمې ته امن او ثبات راوړلای شي.
پاکستان داسې مهال د افغانستان د سولې لپاره د ملي ډيالوګ د رابللو تابیا نیولې، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا مذاکرات پای ته رسېدلي او یوازې دوې ورځې وروسته د دواړو لورو تر منځ د سولې توافقنامه لاسلیک کېږي.
که چېرې د دواړو لورو تر منځ د سولې توافقنامه لاسلیک شي، دا به د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرو ته لاره هواره کړي.
لعنت دی پر پاکستان شی، آیا دا لاسوهنه نده؟ د ### د ختمولو لپاره کار وکړی کچیری مسلمانان یاست.
پيشى د خداى لپاره موږک نه نيسي