نړۍ

د امريکا د بهرنيو چارو وزير له خپل قطري سيال سره پر افغان سوله او سيمه ييزو موضوعاتو غږېدلی

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۸ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د قطر د صدر اعظم مرستيال او د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د افغانستان سولې او سيمه ييزو حالاتو په اړه غږېدلی دی.

قطري رسنۍ وايي، دواړو چارواکو د افغانستان جګړې په سوله ييز حل، د واشنګټن او دوحې دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييزو موضوعاتو خبرې کړي دي.

د رپوټونو له مخې مايک پومپيو په سیمه کې له امريکا سره د قطر په همکارۍ، ښو اړيکو او همدارنګه د افغانستان سولې کې د اسانتيا جوړونې، منځګړيتوب او د سولې خبرو د کوربه توب له امله له قطري چارواکو مننه کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير له خپل قطري سيال سره دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې نهايي شوي، د سولې تړون وروستي لاسليک لپاره د سوله ييز چاپېريال د رامنځته کولو په موخه د يوې اونۍ اورکم پنځمه ورځ ده او تر اوسه په ټول هېواد کې کومه ستره امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

ټاکل شوې، چې د روانې فبرورۍ ۲۹مه نېټه د قطر پلازمېنې دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.

د سولې تړون مراسمو ته د لسګونو هېوادونو چارواکو، د ملګرو ملتونو، نړيوال بانک او ګڼ شمېر نړيوالو ټولنو مشرانو ته بلنې لېږل شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close