شعـــــرونه

نعت شريف/ صابر جان محصل

صابر جان محصل

ګلابونه   ترې  شرميږي  پټوي  ترينه   مخونه
چې د حسن تجلو  يې کړل روښانه ماښامونه

عاشقان  يې په اذان کې  راپريوځي له  ممبره
پتنګان ترينه  چاپير دي ځاروي ځان له دلبره
جمادات هم پرې مين دي کاڼي غرونه او قمره
ربه تل دې راسره وي د جانان ښکلي خيالونه

څه د حسن خوشبويي ده معطره پرې دنيا ده
د لولاک د تاج اعزاز دى که زمين ده که سماء ده
دا چې زه پرې جهان وينم د اشنا د مخ رڼا ده
له رخسار نه يې لوګى شم خدايه راکړې وصالونه

چى د نور بله  ډيوه يې په  نقاب کې نه  پټيږي
د چشمانو خوږ نظر يې ان تر عرشه چې رسيږي
د  لبانو  په  ګفتار  يې  زخمي زړونه  ټکوريږي
هم ساقي به دکوثر وي په لاسو کې يې جامونه

کمالاتو کې اعلى دى هم جمال يې د ستايلو
مشرف  دى په  صفاتو  او  کلام يې د   منلو
کوم صفت به يې وکاندم زه عاجز يم له ليکلو
د جهان ستره هستي ده صابر وايې پري درودونه

صلى الله عليه والسلم

 

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close