شعـــــرونه

زه او خیال/ سيد عبيدالله نادر

سيد عبيدالله نادر

چې ساقي په لاس کې راکړله جامونه
رانه هیر یې کړل ، د تیر عمر غمونه

کرۍ شپه ده او ټولی دی د رندانو
زه او خیال ،او د بد مستو آوازونه

چـیرته لاړې ای زما فلسفي خیاله
راشه وسپړه د نوي ژوند بابونه

یو ځل بومې ځه له خوده بیخوديه
چې هجران لمبو می زیات کــړله دردونه

د هستي په معما باندې پوه نه شوم
څوک به وي چې راته راکړي ځوابونه

هومره پوی یم د عبرت په دې صحرا کې
زمانه ښایي هر چاته بیل رمزونه

هسې ورک، یو څو شیبې شوم په خپل ځان کې
تصور کې چې مې کېښوده ګامونه

ځینو لاره په حالاتو کې کړه ورکه
ځینې ورک کړل په لويۍ کې خپل ځانونه

نه پوهیږم دا د چا د پښو آواز دی
چې مې زړه ته رارسیږي پیغامونه

چې یې زړه په معرفت روښـانه نه وي
هیڅ تأثیر به پرې و نه کړي دا نظمونه

تربـیت مو بنیادي سمول غواړي
که نه ټول عمر به مونږ یو او جنګونه

معرفت کې به ټول سیمه ګلستان شي
که مونږ وکرو په لارو کې ګلونه

ظلمتونه او تیارې به شي نور ختمې
که روښــــانه کړو د لارې مشالونه

انسانیت به خپل معراج ته ورسیږي
له کینو نه که مو وژغـــورل خـپل زړونه

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close