ورزش

چمپینز لیګ: مانچسټر سیټي په لومړي وار ریال مدرید ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ کب، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو لیګ په شپاړسم پړاو سیالیو کې تیره شپه د مانچسټر لوبډله وتوانېدله په لومړي لیګ کې له جالبې لوبې وروسته ریال مدرید لوبډلې ته په ۲-۱ ماتې ورکړي.

دغه سیالۍ د ریال مدرید لوبډلې په کوربه توب په سنتیاګو برنابیو لوبغالي کې د زرګونو ریال مدرید مینوالو ترمخ ترسره شوه.

انګلستانۍ لوبډله مانچسټر سیټي په خپل تاریخ کې په لومړي وار وتوانېدله چې ریال مدرید ته په خپل کوربه توب ماتې ورکړي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبې لومړۍ نیمایي په زړه پورې وه خو له ګول پرته ترسره شوه، په دویمه نیمایي کې د مانچسټر لوبډلې د یو شمېر حملو سربېره ریال مدرید لوبډلې د برازیلي لوبغاړي جونیر وناسیس په مرسته اسپانوي لوبغاړي ایسکو په ۶۰مه دقیقه کې ګول وواهه.

خو په ۷۸مه دقیقه کې د بیلجیمي لوبغاړي کیوین ډبراینا په مرسته برازیلي لوبغاړي جبریل جیسوس ګول وواهه او لوبه یې مساوي کړه، په ۸۳مه دقیقه کې د ریال مدرید تیروتنې سیال لوبډلې ته د پينالتي فرصت ورکړ چې په مرسته یې کیوین ډبراینا د مانچسټر سيټي لپاره دویم ګول وواهه.

دغه راز د ریال مدرید لپاره تر ټولو بد خبر دا هم و چې لوبډلمشر سرجیو راموس ته په ستره تیروتنه کولو سور کاډ ورکړل شو، نوموړی به په دویم لیګ سیالۍ کې نه شي لوبېدلی، د راموس په فوټبال تاریخ کې دا نوموړي ته ۲۶م سور کاډ ورکړل شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شپاړسم پړاو کې د دویم لیګ سیالۍ به د مانچسټر سیټي په کوربه توب په مارچ میاشت کې ترسره شي، ریال مدرید چې په خپل کور کې دوه ګوله خوړلي بریا ورته ستونزمنه ده.

بل لوري ته د یوونتوس او لیوان لوبډلو ترمنځ سیالۍ هم جالبه ترسره شوه چې د کریستیانو رونالډو لوبډلې په ۱-۰ ماتې ومنله.

له دې وړاندې د اسپانوي لوبډلې برسلونا او ایټالوي لوبډلې ناپولي ترمنځ د شپاړسم پړاو سیالۍ په ۱-۱ ګول وهلو مساوي شوه، د ناپولي لخوا ګریز مارټنز او د برسلونا لخوا انتوني ګریزمن ګول وواهه. دغه راز بایرن میونیخ چې تر دې دمه یې ټولې بریاوې خپلې کړي چیلسي لوبډلې ته په ۳-۰ ماتې ورکړه.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close