شعـــــرونه

سوله/ حسان ضعيف

حسان ضعيف

سوله د باران اوبه او سوله د ارمان چینه
سوله ده په زړه کې د مظلوم زهیر افغان چینه

سوله زندګې ده سوله ژوند دي او د ژوند هدف
پټه را خوټیږي لکه مینه د جانان چینه

سوله عبادت ده ستر نعمت ده برکت پکې
سولي ته رادرومې د خوښیو د جهان چینه

سوله غواړو سوله، سوله څه کړو په قیمت د دین
دین دي بیا وطن دي او بیا سوله د امان چینه

سوله د شپیلۍ نغمه ده هم د ملالۍ ټپه
سوله پسرلۍ دي چې لري ګلان ګلان چینه

سوله د بلبل چغار ده سوله پر وطن بهار
سوله د شعرونو د ملنګ ضعیف حسان چینه

‘حسان ضعیف’

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close