
ټیموټي ويکس د موافقتنامې لاسليک په مراسمو کې د ګډون په موخه دوحې ته رسېدلی
نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۸ کب، ۱۳۹۸ل): له طالبانو سره پخوانی اسير او په کابل کې د امريکايي پوهنتون استاد ټيموټي ويکس په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د افغانستان په اړه د تړون د لاسليک مراسمو لپاره قطر هيواد ته رسېدلي دی.
ټيموټي ويکس ته د دوحې په هوايي ډګر انس حقاني هرکلی ووايه او د افغاني دود سره سم يې د هغه ميلمستيا وکړه.
څو ورځې وړاندې ښاغلي ټيمويټي ويکس په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د توافقنامې د لاسليک په غونډه کې د ګډون هيله څرګنده کړې وه چې په دې مراسمو کې ګډون وکړي او خلکو ته وښايي چې اسلام د امن اوسلامتيا دين دی، چې اوس په دې مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هيواد ته تللی دی.
په اوسني وختونو کې زما تر ټولو ستر ارمان دادی چې قطر ته ولاړ شم د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د توافقنامې د لاسلیک په تاریخي مراسمو کې ګډون وکړم دنیا ته وښیم چې اسلام د امن دین دی د اتحاد او یوالي دین دی او هلته دواړو خواوو ته د امن او سوکالۍ پیغام له ځانه سره یوسم.
— Timothy Weeks (@AfghanistanSola) February 22, 2020
ټيموټي ويکس هم په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې باور نشي کولای چې په قطر کې دی او له انس سره يې وليدل او خبرې يې ورسره وکړې.
نوموړی زياتوي چې خوښ دی چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون د لاسليک په مراسمو کې په رسمي توګه ميلمه دی.
زه باور نشم کولی چې زه دلته په قطر کې یم او له انس سره مې ولیدل او خبرې ورسره وکړې. زه خوښ یم چې د لاسلیک کولو مراسمو کې به رسمي میلمه شم. زه هغه ورځ دعا کوم ، د هغو کسانو راتلونکي څوک چې د اوږدې مودې لپاره رنځ لري په پای کې به د ښه والي لپاره بدل شي. خدای دې افغانستان خیر وکړي https://t.co/ewEjuGGQyF
— Timothy Weeks (@AfghanistanSola) February 27, 2020
په خواله رسنيو کې د انس حقاني او ټيموټي ويکس جوړه انځور ډېر لاس په لاس شو او د خواله رسنيو کاروونکو يې په اړه بېلابېلې تبصرې کړي دي.