نړۍ

شمالي وزیرستان کي اوس اوس یو بل ډرون برید ترسره شو

drone_misses_target(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۳) تحصیل دته خیل: څو شیبي مخکي امریکایی ډرون الوتکي شمالی وزیرستان تحصیل دته خیل دګوډه په سیمه کي پریوه موټر باندي یو په بل پسی څلور توغندۍ فیر کړې چي له کبله  یی ۶ نامالومه کسان شهیدان شوی دی،

نن دریمه ورځ ده چي امریکایان په پرله پسي توګه شمالي وزیرستان په نښه کوي،

او له بله لوري اوس اوس په اسلام اباد کي دپاکستان عسکري او استخباراتي چارو مسئولین دکابیني غړو ته دبندو دروازو ترشاه دپاکستان په کورنیو چارو کي دامریکایانو دمداخلي په اړه وینا کوی

 

او له بلی خوا نن دپاکستان دفوځ یو لوړ رتبه جنرال وامریکي خپل اعلان شوی سفر لغوه کړ، شنونکي وایی چي امریکایان له پاکستان څخه غواړي په شمالی وزیرستان کی دوسلوالو په خلاف عملیات وکړي، خو پاکستان بیا په شمالي وزیرستان کي د عملیاتو کولو څخه ډډه کوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x