افغانستانسولې اړوند خبرونه

ارګ د روسیې په جواب کې: د طالبانو او امریکا توافقنامه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره نه ده

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۸ کب، ۱۳۹۸ل): داسې مهال چې د طالب او امریکایي لوري تر منځ د توافقنامې لاسلیک ته یوازې یوه ورځ پاتې، ارګ وایي، دا توافقنامه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره نه ده.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» دغه څرګندونې د روسیې  دبهرنیو چارو وزارت د ویاندې «ماریا زاخوروا» په غبرګون کې کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې لاسلیک کېدونکې توافقنامه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره ده او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» به د یوه میلمه په حیث په دې مراسمو کې برخه واخلي.

د روسيې ددې څرګندونو په غبرګون کې د ارګ ویاند لیکلي « دا توافقنامه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره نه ده، بلکې د طالبانو لپاره یو چانس دی، څو له تشدد واخلي، له القاعده او نورو ترورستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او په داسې یوه سیاسي حل لاره توافق وکړي، چې افغانستان ته دایمي سوله راوړي.»

د طالبانو او امریکا توافقنامه، چې د اتلس میاشتنیو پېچلو مذاکراتو پایله ده، تمه ده د شنبې په ورځ د قطرپه  پلازمېنه «دوحه» کې د نړیوالو سازمانونو او لسګونو هیوادونو د استازو په حضور کې لاسلیک شي.

تمه ده ددې توافقنامې له لاسلیک سره سم بهرني ځواکونه له افغانستان څخه په وتلو پیل وکړي او زرګونه زندانیان له بند څخه خلاص شي.

ګډ حکومت تر دې دمه په دې مذاکراتو کې ګوښه ساتل شوی، نه امریکا ورسره د مذاکراتو بشپړ جزئيات شریکوي او نه هم طالبان ورسره خبرو ته تیار دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
داسي معلوميږي ، چي په ارګ کي دافغانستان له ګوټ ګوټ څخه ټوله درواغجنان را يووځای سوي دي .او هر واقعيت ته په ‌‌‌‌‌‌ډيره بې شرمي او بې حيايي سره پرتوګ ور اغوندي او هغه هم داسي پرتوګ ، چي د خيږدک بوی يي د سوونو کيلومترو په واټن خلک حسوي.

غلام سخی بکواهی
میلمه
غلام سخی بکواهی

نصرمن الله وفتح القریب ان شاالله صلح به رازی شر اوفساد به زی او ده صلح دشمنان به شرمنده پاتیژی الصلح خیرآ

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

چا چه یی خوښه الله ج عزت او ځینو نورو ته چه یی خوښه شی ذلت ورکوی. تاسی وګوری د څومره ذلت او انزوا سره مخ شوی د زړی پړانګی په شان چه دکمزوریو او ناروغیو له امله له ځای حرکت نه شی کولای د ګیدړانو د زور هم نه وی ګیدړان چه یی ځوروی لږه ورته رانیغه شی او پخوانی غرو غر ورته وکړی مګر ګیدړان یی له کمزوریو خبر دی بیا او بیا ورباندی حملی کوی. د هیتلر هغه خبره را په یاد شوه ویلی وو چه زمونږ دشمنان هغوی دی چه د یو څو ډالرو او یا… نور لوستل »

سنګین
میلمه
سنګین

په اوسنی عصر کی ګوډاګیو سیاستوالو د خپلو دروغجنو سیاستونو او د ملت غولونې لپاره د صدیق صدیقی په شان بی شرمه او بی حیا ژوی مقرر کړي، چی نه وجدان لری او نه هم غیرت.

Back to top button
Close
Close