اجرائيه ریاست له خپل لوري بین الافغاني مذاکراتو ته ټیم ټاکي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۸ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د اجرائیه ریاست دویم مرستیال «محمد محقق» وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» له ثبات او همپالنې ټیم غوښتي، چې د بین الافغاني مذاکراتو د ټیم لپاره د غړو نوملړ ورته وسپاري.

طلوع نیوز د «محقق» له قوله لیکلي « مذاکره کوونکی ټیم به له ۱۵-۲۱ غړي ولري،  خلیلزاد هم له ثبات او همپالنې ټیم غوښتي، چې د مذاکراتي ټیم لپاره خپل نومونه ده ته وسپاري او شاید نن ورته سپارل شوی وي، د حکومت په ګډون ټول سیاسي لوري او مهم شخصیتونه به دا لست وګوري او په اړه به یې نظر ورکړي.»

نوموړی زیاتوي « د سیاسي جریانونو او حکومت تر منځ اختلافات ددې لامل شوي، چې د مصالحې د شورا په جوړښت کې ځنډ رامنځته شي، که اختلافونه کم وای، شاید ددې شورا ژر جوړښت ته زمینه برابره وای.»

د حکومت، سیاسیونو او اجرائیه ریاست اختلافات داسې مهال رامخې ته کېږي، چې  تمه ده د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې توافقنامه دوې ورځې وروسته لاسلیک شي او په تعقیب یې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.

د ګډ حکومت ارګ بیا وايي، مذاکره کوونکي ټیم محدود؛ خو اغېزناک او همه شمول دی او د افغانستان د اسلامي جمهوریت له ادرسه به مذاکراتو ته ولاړ شي.

د شنونکو په باور، که چېرې د ګډ حکومت د اجزاوو او سیاسیونو تر منځ اختلافات همداسې دوام وکړي، دا به د حکومت مؤقف د طالبانو په وړاندې نور هم کمزوری کړي.

Tags

Related Articles

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

دغه ټول هغه کسان دی چی لاسونه یی د طالبان د لیلی د دښتی د شهیدانو په وینو سره دی، الله د وکړی چی طالبان د شمالی ټلوالی، دوستم ازبکو او جنګسالارانو سره په هیڅ صورت خبری ونکړی. زه فکر کوم چی له دوی نه غنی بهتره دی. او کچیری بیا طالبان له غنی سره خبری ونکړی او له دغو قاتلینو سره خبری وکړی بیا نو طالبان به هم د خلکو د نفرت وړ وګرځی.

Back to top button