
پاکستان: د افغان سولې مسوده موږ ته نه ده ښودل شوې
نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۸ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د افغانستان سولې په اړه د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون مسوده دوی ته نه ده ښودل شوې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې عایشه فاروق نن په اسلام اباد کې اونیز خبري کنفرانس ته وويل، اسلام اباد د افغانستان امنيت او ثبات تر ټولو زيات پلوي کوي، خو د افغان سولې تړون د امريکا او طالبانو داخلي موضوع ده او مسوده يې دوی ته نه ده ښودل شوې.
ميرمن فاروق وويل، د بهرنيو چارو وزير شاه قریشي به د پاکستان په استازولۍ د سولې تړون په مراسمو کې ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې يو نيم کلنې خبرې نهايي شوي، دواړو لوريو د سوله ييز ماحول د رامنځته کولو په موخه اووه ورځنی اورکم پيل کړی او له تېرو شپږو ورځو راهيسې په ټول هېواد کې کومه ستره امنيتي پېښه نه ده شوې.
ټاکل شوې، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د راتلونکې شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر پلازمېنې دوحه کې لاسليک شي.
دغو مراسمو ته د ۲۷ هېوادونو د استازو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، نړيوال بانک او يو شمېر نورو نړيوالو ټولنو د چارواکو سربېره ګڼ شمېر خبريالان او کارپوهان هم وربلل شوي دي.
هغه قدير مهند خبر کړئ ، چيغې يي وهلې چې مسوده پاکستان ليکلې.