افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

طالبان: د تړون تر لاسليک وروسته زموږ او حکومت شپږ زره بنديان خوشې کيږي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۸ کب، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، د راتلونکې شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۹مه به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي او د بین الافغاني خبرو له پيل وړاندې به طالبان او حکومت شپږ زره بنديان خوشې کړي.

د رپوټونو له مخې امريکا او طالبانو منلې، چې د سولې له تړون وروسته د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې به د افغانستان له زندانونو پنځه زره طالب بنديان خوشې کيږي او طالبان به هم زر حکومتي عسکر له خپلو زندانونو خوشې کوي.

ښاغلي شاهين له ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي، د سولې تړون به د قطر پلازمېنې دوحه کې لاسليک شي او د ګڼو هېوادونو د چارواکو سربېره به د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ټولنو استازي هم په کې ګډون وکړي.

د سولې تړون له لاسليکېدو مخکې د امريکا او طالبانو ترمنځ له تېرې شنبې راهيسې د اوو ورځو لپاره اورکم پيل شوی، نن شپږمه ورځ هم په ټول هېواد کې کومه ستره امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ ميلر د اورکم له اونۍ خوښي ښکاره کړې ده.

مايک پومپيو ويلي، که د اورکم اونۍ په بري سره پای ته ورسيږي، ښايي د روانې فبرورۍ په ۲۹مه د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.

ښاغلي شاهين ويلي، د دوی له لوري ښايي دا تړون د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر لاسليک کړي، خو د امريکا له لوري د لاسليکوونکي په اړه معلومات نه لري.

څو ورځې وړاندې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي و، دوی بايد د افغانستان جګړې پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره جوړجاړی وکړي او دی به په خپله له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د مرهون په نامه یو قندهاری ځوان چه پوهنتون کی یی استاذ معرفی کړو، د شمشاد تلویزون سره یی په یوه مرکه کی وویل چه د غلام غنی سره یی د ارګ به کوم کنفرانس کی شرکت کړی وو، هغه وویل چه غنی سولی ته خوشبین نه معلومیږی حتی د عسکرو په ازادولو کی یی وویل چه یو عسکر به هم راڅخه ازاد نه شی تر هغی چه طالبان زمونږ سره مخ په مخ خبرو ته نه کینی او مونږ یی په رسمیت نه یو پیژندلی ویل یی غنی وایی چه دا زما سره کرښه ده. د انس حقانی نه… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close