افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

د امريکا لوی درستيز: د اندېښنو سربېره بايد له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک شي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۸ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال مارک ميلي ويلي، د ټولو اندېښنو سربېره له طالبانو سره د سولې تړون د لاسليکېدو پلوي کوي.

جنرال مارک ميلي، د امريکا کانګريس استماعيه غونډې ته وويل، له طالبانو سره په مشروط ډول د سولې تړون د لاسلکيدو ملاتړ کوي او دوی پوهيږي، چې طالبان په افغانستان کې څومره وړتيا لري.

جنرال ميلي زياته کړې، چې د سولې تړون د لاسليکيدو سربېره هم د دې پلوي نه کوي، چې راتلونکي وخت کې له طالبانو سره استخباراتي شراکت وشي.

تر دې وړاندې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، د ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبراين او يو شمېر نورو چارواکو هم له طالبانو سره د سولې تړون لاسليکېدو ته خوشبيني ښودلې او وايي، چې ډېر ژر به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.

ولسمشر ټرمپ ويلي و، چې د سولې تړون له لاسلکيدو وروسته به خپل عسکر له افغانستانه وباسي او د لومړي ځل لپاره به پنځه امريکايي عسکر د افغانستان خاوره پرېږدي.

د امريکا د دفاع وزير مارک ايسپر هم ويلي، که د سولې تړون لاسليک شي، دوی به خپل عسکر له افغانستانه وباسی.

د سولې تړون له لاسليکېدو وروسته به د بهرنيو پوځيانو د وتلو لړۍ پيل شي، په پنځلس ورځو کې به بین الافغاني خبرې پيليږي، خو تر دې وړاندې به پنځه زره طالب بنديان له حکومتي زندانونو او زر تنه دولتي عسکر به د طالبانو له زندانونو خوشي کيږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

جنرال ميلي زياته کړې، چې: « د سولې تړون د لاسليکيدو سربېره هم د دې پلوي نه کوي، چې راتلونکي وخت کې له طالبانو سره استخباراتي شراکت وشي.»
دا استخباراتي شراکت څه معنا ؟
که مطلب داوي چي امريکايان په افغانستان کي خپله استخباراتي قوه پرېږدي او په هغو به افغانستان په خپل واک کي لري او طالبان به استخباراتي شراکت ورسره لري، دا خو د منلو نه ده. موږ افغانان په هيڅ ګون د امريکې او نورو پر سفارتي کارمندانو سر بېره ان يو ساده عسکر لا نه پرېږدو جاسوسان خو لا هلته پرېږده. مرګ د امريکې پر استخباراتو !

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د امریکا دغه جنرالان یا نور لوړ پوړی مشران لکه ترمپ، پمپو او داسی نور جبرا داو ومنله چه طالبان ( افغانان ) ډیر پیاوړی او غیرتی ( تفف ) خلک دی یعنی دا یی ومنله چه دا هیواد د لویو قدرتو د پاره هدیره هیواد دی پخوا خو یی پریږده دا ځل د ټول نړیوال استعمار د قدرت اخری مړی په کی خخ او قطر کی یی یی د شنبی په ورځ فاتحه خوانی ده.

Back to top button
Close
Close