افغانستان

طالبان: د کابل حکومت پلاوی موږ نه دی راغوښتی او نه ورسره خبرې کوو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ کب، ۱۳۹۸ل): طالبانو د کابل ګډ حکومت هغه ادعا رد کړې، چې د طالبانو د سیاسي دفتر په مکررو غوښتنو يې د مقدماتي خبرو لپاره يو پلاوی دوحې ته لېږلی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صدیق صديقي رسنيو ته ويلي، د طالبانو د مکررو غوښتنو له امله حکومت د قطر پلازمېنې دوحې ته پنځه کسيز پلاوی لېږلی، تر څو له طالبانو سره مقدماتي خبرې وکړي، خو طالبانو دا څرګندونې رد کړي دي.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين رسنيو ته ويلي، دوی له کابل حکومت څخه کومه غوښتنه نه ده کړې او که امريکا بلنه ورکړي وي، دوی ترې نه دي خبر او نه به هم ورسره خبرې وکړي.

ښاغلي شاهين زياته کړې، چې له امريکا سره د شوې هوکړې پر اساس مخکې ځي، سبا شنبه د فبرورۍ په ۲۹مه به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي، تر هغه وروسته به بین الافغاني مذاکرات پيليږي، خو د مذاکراتو تر پيل مخکې به د باور جوړونې فضا رامنځته کيږي.

د ښاغلي شاهين په وينا د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې به له حکومتي زندانونو پنځه زره طالب بنديان خوشې کيږي او دوی به هم زر حکومتي عسکر خوشې کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

ددنیاټول سیاست مداردی فکروکی داسی یوی ډلی ته دیومملکت حکومت ویلای سی چه ددنیادراغلوکومکوهرڅه یی بیرته امریکااواروپاته واستول اوپخپلو اکونټوکی جمع کړل دامریکاپه خوښه یی پرخپل مظلوم ملت بی ثبوته بمبارۍ وکی غیرله جنایته یی په ملک کی په ۱۹کاله کی بل څه ونکړل،ترموږدناټوغړوهیوادو اوامریکاته ښه معلومه ده، آیا قطردمحاکمی ځای دۍ اوکه دملک دجوړیدودډیالوګ ځای دۍ ددوی سره خبری به دملت په مخ کی کیږی چه ملت ددوی دپاره کمه محاکمه کوی.په احترام عبدالواحداڅګزۍ

مجاهد
میلمه
مجاهد

مونږ له هماغه وخت چه ایجړا ویاند دا خبره وکړه حیران پاتی شوم څرنګه ممکنه ده چه طالب مشران د ۱۹ کلو دریز ناڅابه بدل کړی. ما ویل چه د دی ترشا نوری څه ګډی وډی شتون لری ، هغه ایجړا دا خبره هم وکړه چه امریکایان خپل عسکر کله هم نه باسی صرف داطالبانو ته یو فرصت دی چه د کابل اداری سره د سولی مخ په مخ خبری پیل کړی . فکر کوم چه دی کی به د کابل غلامان او باداران تر پخوا لا زیات سپک او نړیوالو ته تر ماشومانو هم کم ښکاره شی. تر شنبی… نور لوستل »

Tooba Jan
میلمه
Tooba Jan

زه ستا له نر دریځ نه صدقه شم ای زما طالبه د نړی ستر افتخاره نور د لیکلو لپاره ځه نه لرم او له خوشالی نه نور خبری په خوله نه راځی

Back to top button
Close
Close