افغانستانسولې اړوند خبرونه

حکومت: د طالب زندانیانو په اړه پرېکړه د سولې له بهیر سره مرسته کولای شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ کب، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې قطر ته د طالب زندانیانو د خلاصون په اړه، د یوه حکومتي پلاوي د سفر خبرونه ورکړل شول، د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د طالب زندانیانو په اړه پرېکړه د ملي ګټو په بنسټ کېږي او کولای شي د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې «ناجیه انوري» په خپل ټویټر  باندې په خپاره کړي پیغام کې لیکلي «د طالب بندیانو ازادول د افغانستان د اسلامي جمهوریت واک دی. د سولې په چارو کې د دولت وزارت له اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې د طالب بندیانو پر موضوع بشپړ تسلط لري او حکومت چې په دې اړه هره پرېکړه وکړي د ملي ګټو پر بنسټ ده او د سولې له بهیر سره مرسته کوي.»

دا په داسې حال کې، چې فرانس پریس خبري اژانس د ملي امنیت شورا د ویاند «جاوید فیصل» له قوله لیکي، چې یو شپږ کسیز پلاوی له طالبانو سره د لومړنیو اړیکو د ټینګولو په موخه دوحې ته تللی.

بل لور ته د افغانستان ملي تلویزون په خپله ټویټر پاڼه لیکلي «د حکومت لخوا د تماس مقدماتي هيت دوحې ته ولاړ. په دې هيت کې د امنيت شورا په استازيتوب، سالم شاه ابراهيمي، د سولې د وزارت معين تورن عبدالخالق بالاکرزی، د عدليې وزارت معينه مېرمن عادلي، د بهرنيو چارو وزارت استازی فيض الله زکي، د حج اوقاف وزارت معين مولوي مظفري، د افغانستان د محابسو د تنظيم مشر توتاخيل شامل دي.دا مذاکرتي ټيم نه دی. دوی يوازې د مذاکراتو لپاره له طالبانو سره په ابتدايي اجنډا خبرې وکړي.»

که څه هم په راپور کې ویل شوي، چې ددې پلاوي غوښتنه طالبانو کړې وه؛ خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» بیا وایي، دوی نه پلاوی راغوښتی او نه ورسره خبرې کوې.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي وو، د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک وروسته او له بین الافغاني مذاکراتو وړاندې به پنځه زره طالب زندانیان او زر تنه حکومتي بندیان خلاصېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

کابل سره نور څ نشته بیغره له طالب زندانیانو څخه چی ممکن د همدغو زندانیانو څخه په استفادی طالبان ورسره مخامخ خبرو ته حاضر شی. ډیری تصامیم د کابل د اداری د بهر نه صادریږی لکه د طالبانو. هغوی ته هم ډیری مشوری او پلانونه له پنجابه استول کیږی. اوبه ګورو که ژوند وو چی سبا له خیره طالبانو د پردی شاته له امریکایانو سره په څه موافقه کړې. صرف یو څو ساعته پاتیدی. الله د وکړی چی طالبان په وی داسی موافقتنامی لاس لیک وکړی چی د پنجاب، امریکی او ایران پر کثیلفو مخونو یو سخت ګزار وی. الله… نور لوستل »

روح الله یوسفزی
میلمه
روح الله یوسفزی

انشا الله هغه خلک به ډیر ژر معلوم سی چا چی دی وطن سره بی حده جفا کړی ده او افغانان یی په غربت ،دښمنې، نشی . بی اعتباری او داسی نور مسائلو ته چی نن سبا افغانان پری مبتلا دی . خو ډ هغو خبری به هم نن ثابتی شی چاچی دی وطن له پاره ځانونه قربانی کړل او ددی وطن لپاره یی د سرونو نزرانه ورکړه .خو دا هم واوری چی دا صلح د امریکا په مونږ نه ده راوستی بلکه دا زمونږ د شهیدانو قربانی دی چی نن یی مونږ ته د داسی یو هوسا ژوند دروازه… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close