افغانستان

حکومت زرګرانو ته:په خپلو پیسو وسلوال وګمارئ، چې امنیت مو وساتي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ کب، ۱۳۹۸ل): د زرګرانو ټولنه وایي، دوی له حکومت د خپل امنیت هیله درلوده؛ خو هغوی ورته په جواب کې ویلي، خپل امنیت خپله وساتئ او په شخصي پیسو وسله وال وګمارئ.

ازادي رادیو د زرګرانو ټولنې د مشر « ذبیح‌الله حبیبي» له قوله لیکلي « موږ د امنیتي مسؤلینو څخه وغوښتل چې د دې خلکو د امنیت ساتلو لپاره امنیتي پوستې جوړي کړي، دوی موږ ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت په پالېسي کې دا نه‌شته چې موږ دلته پوستې جوړې کړو او که تاسو پوستې جوړوئ د عامه محافظت څخه خپله خلک وګمارئ.»

بل لور ته په سرای شهزاده کې یو شمېر زرګران وايي، چې د پولیسو د لومړۍ حوزې مسؤلینو دوی ته سپارښتنه کړې چې خپله لاس په کار او د خپلو مالونو د خوندیتوب لپاره په شخصي پیسو وسله‌وال کسان وګماري او امنیتي کمرې ولګوي.

په ورته وخت کې د کابل د امنیه قومانداني ویاند «فردوس فرامرز» بیا دا ادعاوې ردوي او په خبره يې، امنیتي پرسونل د ټولو هیوادوالو د امنیت لپاره کار کوي.

یاده دې وي، چې د کابل په زړه کې حکومت داسې مهال د زرګرانو او صرافانو په امنیت کې پاتې راځي، چې په دې وروستیو کې د امنیت د نشتون له امله ګڼو سوداګرو خپلې شتمنۍ له هیواده وایستي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close