نړۍ

سوريه: په هوايي برید کې ۳۳ ترکي پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ کب، ۱۳۹۸ل): د سوريې په ادلب ښار کې د بشار الاسد رژيم د ځواکونو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۳ ترکي پوځيان وژل شوي او ۳۶ نور ټپيان دي.

له يادې مرګ ژوبلې وروسته تېره شپه د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان بېړنۍ امنيتي ناسته رابللې ده.

ترکي رسنۍ وايي، په دې بېړنۍ ناسته کې د دفاع وزير خلوصي اکار، د بهرنيو چارو وزير مولود چاويش اوغلو، لوی درستيز یشار غولر او د استخباراتو مشر هاکان فيدان په شمول ګڼو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی دی.

د ترکيې دفاع وزارت وايي، د خپلو عسکرو له وژل کېدو وروسته يې د بشارالاسد رژيم پر پوځي هدفونو بریدونه پيل کړي دي.

د سوريې عسکر هڅه کوي، چې ادلب ښار د ترکيې له ملاتړو وسله والو ونيسي او په دې بریدونو کې يې ترکي عسکرو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

امریکا او ناټو د سوريې له حکومت او روسيې غوښتي، چې ادلب کې دې خپل عمليات ودروي او د ترکي ځواکونو په وژنه يې خواشيني ښودلې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویلي، واشنګټن په ناټو کې له خپل متحد هېواد ترکيې سره ولاړ دی او پر ترکي پوځيانو شوی برید يې غندلی دی.

بل پلو د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ هم پر ترکي پوځيانو شوی برید غندلی او غوښتنه يې کړې، چې د بشارالاسد رژيم او روسيه دې له داسې بریدونو ډډه وکړي.

سټولټنبرګ وايي، روسيه او سوريه دې د نړيوال قانون درناوی وکړي او د تاوتريخوالي له زياتېدو دې لاس واخلي.

د سوريې حکومت تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

اردګان په یوه مخ د ناتو او امریکا ( دجال ) یا شیطان سره عملی بڼه کی ملګری او له بلی خوا په منافقانه دول کله د اسراییلو او کله د امریکا ښکته وایی په داسی حال کی چه د هغو بدو ویلو ورته امریکا او ناتو اچازه ورکړی وی یعنی اردګان هم د الله ج او هم د شیطان زړه ساتی

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

په لوبو کی حتماً بنګړی ماتیږی خصوصاً چی لوبی بېله نکاح تر سره سی.
ترکئې په خطرناکو لوبو ګوتی پوری کړی دی چی هیله ده نه د هغوی ګوتی غوڅ سی او نه ئې د حریفانو او رقیبانو ګوتی غوڅی سی.

Back to top button
Close
Close