افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ کب، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې تمه ده سبا «شنبه» د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې توافقنامه لاسلیک شي؛ د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي کابل ته راځي.

د ګډ حکومت د ولسمشرۍ ویاند «صدیق صدیقي» وايي، ینس سټولټنبرګ او مارک اسپر سبا کابل ته راځي او دلته به له ولسمشر غني سره یو ځای مشترکه اعلامیه صادره کړي.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، په دې اعلامیه کې به د کابل حکومت ملاتړ ته د نړیوالې ټولنې او ناټو په ژمنتیا ټینګار وشي.

د راګ د ویاند مرستیال «دوا خان مينه پال» وايي «سبا د امریکا دفاع وزیر او د ناټو عمومي سرمنشي کابل ته راځي او د افغانستان له حکومت سره یوه ګډه اعلامیه صادروي، چې له تروریزم سره په مبارزه، له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ او له افغان حکومت سره د نړیوالو تعهداتو ته په ژمن پاتې کېدو باندې ټینګار ورپکې کېږي.»

دا په داسې حال کې، چې تمه ده سبا ورځ په قطر کې د لسګونو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې توافقنامه امضاء شي، تمې داسې دي، چې ښايي ددې توافقنامې په تعقیب د افغانانو خپلمنځي خبرې او له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو لړۍ پیل شي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې توافقنامه چې د اتلس میاشتو پېچلو مذاکراتو پایله ده، تر دې دمه ګډ حکومت پکې ګوښې ته ساتل شوی او طالبان لا هم تیار نه دي له هغوی سره د «حکومت» په حیث خبرو ته کېني.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د انګریزانو د نوی نړیوال استعمار نوی استعماری فارمول یو دا هم دی چه [[ چه څه کوی هعه نه وایی او چه څه وایی هغه نه کوی ]] د امریکا د دفاع وزیر او د ناتو مشر کابل ته به د دی د پاره تللی وی چه غلام غنی څخه د غلامی مننه وکړی او ورته ووایی چه وخت دی پوره دی لکه د کور خاوند چه کرایه نشین ته یوه میاشت کی د وتلو خبر داری ورکوی . دوی کولای شو دا یی په تلیفون کی هم ورته ویلی وی مګر له دی ویری چه تلیفونی خبری یی… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

همداسی چی طالبانو د اوربند پر ځای د تاوتریخوالی کلمه پکار واچوله، همداسی به د کابل اداری سره هم یو کار جوړ کړی. زه مطمین یم چی یو څه به کوی او بالاخره به هغوی سره هم خبری وکړی بدون له هغی هر څه نا ممکنه دی.

Back to top button
Close
Close