روغتیانړۍ

ایران: د ولسمشر مرستياله په کرونا اخته شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ کب، ۱۳۹۸ل): ایراني چارواکي وايي، په ټول هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر له ۲۰۰ اوښتی او د ولسمشر حسن روحاني مرستيال معصومه ابتکار هم په دې ویروس اخته شوې ده.

ایراني چارواکو ويلي، د کرونا ويروس د خپرېدو له ويرې په پلازمېنې تهران کې د جمعې لمونځ هم نه کيږي.

ایرنا خبري اژانس ويلي، د ښځو او کورنيو چارو کې د ولسمشر حسن روحاني مرستياله په کرونا ویروس اخته شوې او اوس به د هغې د دفتر ټول همکاران معاينه کيږي، چې په دې ناروغۍ خو به نه وي اخته شوي.

تر دې وړاندې د ایران د عامې روغتيا وزارت مرستيال ايراج حريرچي هم په کرونا اخته شوی و.

د ایران د روغتيا وزارت وياند کيانوش جهانپور ويلي، په ټول هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۴۵ ته رسېدلی او تر اوسه يې ۲۶ کسان وژلي دي.

د رپوټونو له مخې له چين څخه بهر پر کرونا د اخته کسانو تر ټولو زيات شمېر په ایران کې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x