نظــر

لغمان او گُلپیان

حفيظ الدين پيرزاده

په پخوا وختونو کې کوم سړ‎ي په کابل کې له خپل یو تجار ملگري څخه د یوہ مناسب تجارت د پیلولو مشورہ غوښتي وہ.

تجار ورڅخه پوښتنه کړ‎ې وہ: خر لرې؟ ملگري یې ځواب ورکړ‎ی و: ھو!

تجار ورته ویلي و: نو بیا ھیڅ ستونزہ نشته، ستا خو تیار جوړ‎ تجارت دی!

لاړ‎ شه د کابل د شاوخوا کلیو څخه گلپیان واخله، په خرہ یې بار کړ‎ہ او لغمان ته یې یوسه! ھلته به یې په څو چندہ گټه خرڅ کړ‎ې!

سړ‎ي ھمداسې وکړ‎ل، په کابل کې یې پریمانه گلپیان را نیول، څه یې په خرہ بار کړ‎ل، پاته یې خپله په شا کړ‎ل
او نور یې د لته بند پر لیار مخ پر لغمان واچول!

دوہ شپې پرې پر لار راغلې، آخر د گلپیانو مرکز، لغمان ته ورسید، ھلته یې ډیرې نارې وکړ‎ې: گلپیان واخلئ! گلپیان!!

خو چا یې پر چیغو او نارو غوږ‎ نه گرواہ، په پایله کې ناھیلې شو، گلپیان یې چرته پر لارہ و غورځول او نور بیرته کابل ته تش لاس را ستون شو.

څو ورځې پس چې د سفرونو ستړ‎یا یې رفع شوې وہ، د خپل تجار ملگري کور ته د گیلې لپارہ لاړ‎!

تجار چې د خپلې غلطې مشورې د ورکولو لپارہ یې ھیڅ توجیه نه لرله، تر لږ‎ سوچ وروسته ورته وویل: دا تجارت دی او په تجارت کې گټه او تاوان خور او ورور دي. ستا د پارہ ھمدا ویاړ‎ بس دی چې د خرہ په علم کې دې اضافه وشوہ؛ نا ھیلې کیږ‎ہ مه! خرہ خو دې لغمان ولید!!

دوستانو!

د رسنیو له لیارې خبر شوم د کابل ادارې قطر ته یو ھیئت استولی تر څو له طالبانو سرہ د راتلونکې بین الأفغاني تفاھم د مذاکراتو پر اجندا سلا مشورې وکړ‎ي.
طالب ویاند سھیل شاھین یې په اړ‎ہ لا علمي وښودہ او زیاته یې کړ‎ہ: موږ‎ د کابل ادارہ په رسمیت نه پیژنو نه یې له پلاوي سرہ گورو او نه د اشغال د خاتمې د تړ‎ون لیک په مجلس کې ورته د گډون اجازہ ورکوو!

ای کاش، دغه مھال زہ په کابل کې وای، تر څو بیرته را ستون شوي پلاوې ته مې د ډاډگیرنې په پار ویلي وای: په سیاست کې گټه او تاوان خور او ورور دي! ستاسې لپارہ ھمدا ویاړ‎ بس دی چې په علم کې مو اضافه وشوہ، نا ھیلې کیږ‎ئ مه!
قطر خو مو ولید!!
____________

حفیظ الدین پیرزادہ
د فبرورۍ ۲۸/ ۲۰۲۰ م
ستاکھولم سویدن

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نواب
میلمه
نواب

جالب او حقیقت
خو چه سوک شرم نه پیژنی؟

مجاهد
میلمه
مجاهد

سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی !
ها ها ها ها ها ………………………….!!!!!!!!!!
په هر صورت، وایی هم دیګ هماغه یی ټیپر
د کابل غلامان خو کټ مت خره دی، وایی په خره چه لیوه پیش شی خر سترګی پټوی وایی ګوندی خر لیوه نه وینی نو لیوه به هم خر نه وینی. چه څوک بیعقله کار وکړی خلک یی د خره سره پر تله کوی.
مګر زه یی احمقو بادارانو ته حیران پاتی یم چه غلامانو ته د دا ډول ګډو وډ ویلو او کولو قومانده ورکوی د غلامانو هره وینا او هره کړنه د بادارانو په غوښتنه او قومانده ترسره کیږی

Back to top button
Close
Close