نظــر

د استاد اربکان تلين؛ لنډ تأثر!

وحيدالله مصلح

نن د ارواښاد استاد دوکتور نجم الدين اربکان تلين دى، نوموړى د ترکيې د اسلامي بيدارۍ روحاني او تربيوي پلار دى.

د عثماني خلافت تر ړنګېدو وروسته هغه مهال چې د سکولارېسم په وارداتي زيان کې د اسلامي نظم او سياسي کيان خبره له موده لوېدلې وه؛ اسلامي نړۍ تقريباً په نزدې زماني واټنونو کې په دريو جلا جغرافيو کې د اسلامي ويښتيا او اسلامي هر اړخيزې داعيې لپاره د نسلي روزنې او تغير مبارزه پيل کړه، په مصر کې امام حسن البنا، هند نيمه وچه کې امام سيد ابوالاعلى مودودي او په ترکيه کې استاد نجم الدين اربکان دا داعيې رهبري کړې.

جلا تحريکونه مشابهتونه او توپيرونه!

دې بېلابېلو اسلامي نهضتونو په خپلو منځونو کې ډېر زيات مشابهتونه او ورسره په څنګ کې د چلندونو او سټراټيژيو تفاوتونه هم درلودل.

کله چې د مصر کودتاچي مشر جمال عبدالناصر د سيد قطب محاکمې ته حسن شافعي کېنولى و دوى هملته له سيد قطب نه د مودودي پوښتنې کولې، هلته چې دوى پر سيد قطب د مودودي د فکري ادبياتو پټولو تور ولګولو دا کومه عجيبه خبره نه وه، ځکه د سيد قطب او مودودي د فکر، سوچ او عقيدې سرچينې شريکې وې او دې مشابهت د اصلي منابعو له شراکته سرچينه اخېسته، هغه منابع سوچه او لاس نه وهلي کتاب الله او سنت الرسول وو.

د اسلامي ويښتابه دې لويو تجربو په مسلمانانو کې د هويت قضيه د ماتې له ژورو راوويسته او د تمدني بحثونو داغه او د سيالۍ قضيه يې کړه.

ترکيه او پر ډيالوګ ترکيز!

له نورو اسلامي تحريکونو سره په يوه حساب شوي تفاوت کې د ترکيې اسلامي ويښتيا د حوار او ډيالوګ ډېر پرانېستى خاصيت درلود، اربکان له غرب سره د يوه قوي استدلال له دروازې ننوتلو او هغه سره په دې ډيالوګ کې خورا لوى منطق پروت و، چايې سيالي نه شوه کولاى او په دې ډيالوګ کې اسلامپالي د خبرې او تنقيد سړي وو.

لاندې لېنک پرانېزئ او د دې حوار منطق او مدعا په کې ولولئ، دا رساله استاد اربکان ليکلې وه، نوموړى د غرب او اسلام پر تمدني بحثونو بوخت شوى او د رسالې په پاى کې د اسلامي هېوادونو د اقتصادي پرمختګ او بساينې لپاره د غرب نړيوالو قتصادي فورمونو په مقابل کې د اسلامي هېوادونو د بديل اقتصادي فورم طرحه وړاندې کړې.

هيله ده چې د رسالې لوستلو ته وخت ورکړئ، دا يو تمدني بحث دى:

https://spinaaway.blogspot.com/2012/08/blog-post_24.html?m=1

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مصلح صاحب، سلامونه او نیکی هیلی! په رشتیا سره اربکان صاحب رشتونی متقی رهبر وو د مصطفی کمال ټولی احادیثمج کړنی یی مهار کړی مګر له بده مرغه تر اوسه محوه شوی نه دی یعنی اوس هم هماغه د اتاترک د سکولریستی دیموکراتیک قانون چلیږی او د ترکیی مسلمانان عسکر د امریکا ( لوی دجال او ناتو ) په قومانده د هغو مجاهدینو په ضد جتګیږی چه د الهی نظام پلی کولو د پاره دا څو لسیزی کیږی قربانی ورکوی. او …. په هر صورت خپله نجم الدین اربکان صاحب، مولانا مودودی صاحب ، حسن البنا صاحب ، سید جمال… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close