افغانستانسولې اړوند خبرونه

ارګ: د بین الافغاني مذاکراتو په ټیم کې سیاسي ګوندونو ته ځای نشته

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له طالبانو سره د مرکچي پلاوي په جوړښت کې سیاسي ګوندونو ته ونډه نه ورکول کېږي.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو ازادي رادیو ته ویلي، چې د پلاوي په جوړښت کې یې له سیاسي ګوندونو سره مشوره کړې؛ خو په خبره یې، دا چې طالبان له حکومت سره مذاکرات کوي؛ نو ځکه به د مذاکراتي ټیم ټول غړي د حکومت کارکوونکي وي.

حکومت داسې مهال سیاسي ګوندونه له بین الافغاني مذاکراتو محروموي، چې طالبان بیا له حکومت سره د «حکومت» په حیث خبرو ته تیار نه دي او له نورو افغان جهتونو سره په خبرو ټینګار لري.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم سیاسي ګوندونو ارګ د سولې په وړاندې د خنډونو په جوړولو تورن کړی وو او ادعا کړې یې وه، چې مذاکراتي ټیم د ارګ له لوري تیار شوی او دوی ته د منلو وړ نه دی.

د شنونکو په باور، د ارګ او سیاسیونو تر منځ ژور اختلافات به پر مذاکراتي مېز باندې د حکومت مؤقف نور هم د طالبانو په وړاندې ټیټ کړي او د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو په لاره کې به ژور خنډونه وزېږوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

په دی خو هیوادوال او نړیوال پوره پوهه لری چه د کابل غلامان هغه وایی او هغه کوی چه ورته د ویلو او کولو اجازه او قومانده ورکولی شوی وی یعنی د غلام غنی دا خبره ( چه ګوندونو ته په مذاکراتو کی ځای نشته )د بادار ترمپ قومانده ده.
غلام غنی بیجاره خو نه تفکر لری او نه ضمیر ( پیچاره غلام دی ) مګر د ترمپ حماقت ته حیران پاتی یم چه په لوی لاس د خپلو غلامانو لاسونه او پښی تړی.

سرفراز
میلمه
سرفراز

هغه متل دی چی وایی لیونی چا په کلی کی نه پریښوده او ده د خان صاحب په کور کی شپه کوله اوس داد کابل آداره والا که په چپړاسی هم څوک ونیسی دځانه ګډ دی دا خلک ملاریا نیولی دی تبه یی سرته ختلی ده هسی ګډیوډی وایی

اجمل
میلمه
اجمل

کچیری لنډغرو ته سیاسی ګندونه وایی خو بیا یی ښه خبره کړی او کچیری نغواړی چی د خلکو استازی او د پخوانیو د مجاهدینو مشران له پامه واچول شی بیانو ارګ ډیره اشتباه کوی.

عظيمی
میلمه
عظيمی

يوازی افغانان په ارګ او قطر کی دی ۔ دا نور د ارګ په حساب خارجی اتباع دی۔ د کابل اداری دری فیصده رایی په چل او ول کی تر لاس کړی او ځان ددی خاوری صاحب او ماليک بولی۔ ډیره سر ټمبه او افغاندښمنه اداره ده۔الله خو دی ژر کمبله ور ټوله کړی

عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

الله په قرآنکریم کی فرمایی:زه چه څوک ګمراه کم څوک نسته چه هغه پرلارکی ،که غنی عقل درلودای دخلکیانو،پرچمیانو اوسوویت یونین له سرنوشته به یی عبرت اخستۍ وای اوس دخپل بادارامرهم نه منی مقصد دعقله خلاص دی زماپه فکرالله دجنم دروازه لکه چه اوس ژرورته خلاصه کړی ده،په احترام عبدالواحداڅګزۍ

Back to top button
Close
Close