د اورکم اونۍ؛ د ښارونو سربېره لويې لارې او کليوالې سيمې هم خوندي وې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ کب، ۱۳۹۸ل): ډېری افغانانو، دولتي چارواکو او عسکرو د سوله ييز چاپيريال د رامنځته کولو په موخه د اورکم اونۍ له هيلو زياته بريالۍ بللې، چې د ښارونو سربېره د لويو لارو او کليوالو سيمو امنيت هم په کې ډېر خوندي و.

د ټولنيزو رسنيو فعالان وايي، د اورکم بريالۍ اونۍ يو بې ساری پرمختګ او فرصت و، چې ډېرو خلکو په کې له ډېرې مودې وروسته له خپلو کورنيو سره ليده کاته وکړل او بې غمه زړه يې چکرونه ووهل.

د نور اکبر ملک زاده په نوم يوه محصل ويلي، تر دې وړاندې د جګړو او بمباريو له امله يې جرئت نه شو کولی، چې بې غمه زړه ولايتونو ته سفر وکړي، خو د اورکم په اونۍ کې يې له کابل نه جلال ته د سيل لپاره چکر وواهه او هېڅ وېره ورسره نه و.

د نور اکبر بل ملګري فهيم هم خوښي ښکاره کړې او وايي، چې دا اورکم دې په تلپاتې سولې او کرارۍ بدل شي.

د سولې فعال او چارو شنونکي شفيع اعظم هم ويلي، دا يو بې ساري ګام دی، چې په يوه امر دې، په ټول افغانستان کې جګړه بنده شي.

د عامو خلکو سربېره دولتي عسکر او پوليس هم د اورکم اونۍ ته خوښ دي.

د ټولنيزو شبکو فعال او په جلال اباد ښار کې د يوه خصوصي ښوونځي ښوونکي شاهد الله رحيمي هم ليکلي، چې ادارې ته يو عسکر په ډېر ډاډ او خوښۍ ورغلی و او د اورکم له امله بيخي ډاډمن و.

د کابل جلال اباد پر لويې لارې دندې اجراکوونکي عسکر هم له طلوع نيوز سره په خبرو کې ويلي، د اورکم په اونۍ کې لويه لاره بيخي امن وه او نور بايد دا جګړه ختمه شي او ټول افغانان په يوه ټغر راټول شو.

د اورکم اونۍ نن شپه دولس بجې پای ته رسيږي، خو نن ټکی اسيا ته د رسېدلو معلوماتو له مخې د طالبانو نظامي کميسيون خپلو مسؤولينو او قومندانانو ته امر کړی، چې سبا ورځ هم خپلو کارونو پام وکړي او بايد اورکم ته ژمن پاتې شي.

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
الله ج په مسلمان باندی کم اور ،او ډیر اور دواړه حرام کړی دی،نو الله ج څخه معافی وغواړی ،
کم اور ،او ډیر اور په مسلمانانو باندی مه شیندی.
د پنجاب.امریکا،روسیه ،ایران ،اورلګیتونه وغورزوی،اورونه مه بلوی

اجمل
میلمه
اجمل

دا خو ډیر د شکر ځای دی. کچیری همداسی وضعیت روان وی بیا نو زه هم باید خپله کډه وتړم او د پسرلی موسم په درشل کی کلی ته ولاړ شم. الله د یوه سوله راولی خو چی ورسره کار او باز هم وی.

Back to top button
Close
Close