نظــر

د کـب دریمه او لسمه

ډاکټر فاروق اعظم

تازه شوروي اتحاد پر افغانستان بربنډ نظامي تجاوز کړی وو. نړۍ د روسانو ددغه اقدام څخه سخته په ویره کی وه. افغانستان یی ددغه شریري امپراتورۍ په کومې کې باله. هرچا لاس ځینې واخیست.

غرب، افغانستان خوشې کړ او ایران او پاکستان ته یې توجه وکړه چې د سره سیلاب مخ په ونیسي. خو افغانانو یوازې د الله عزوجل په توکل هغه څه وکړل چې ټوله نړۍ ورته حیرانه سوه!

حسبنا الله و نعم الوکیل نعم المولاء و نعم النصیر.

زموږ کور ھغه مھال د کابل په ده افغانانو کې و.
د ۱۳۵۸ هـش د کب د میاشتې دوهمه تیره سوې او د دریمې شپه وه چې د کابل د ښار په زړه کې د ارګ پر شاوخوا د الله اکبر ملکوتي نارې راپورته سوې.

زه تازه د پلچرخي له جهنمي زندانه راوتلی وم، صحت مې ښه نه وو خو زما په شمول د کورنۍ ټول غړي نر او ښځه بام ته وختو او چې په وس مو وه د الله اکبر نارې مو وکړې او په دې ترتیب مو ارګ ته د روسي اشغال پر ضد سوله ایز پیغام ورکړ.

زموږ ګاونډیان هم ټول پر بام راوختل او همدا د الله اکبر نارې یې وهلې.

زموږ ږغ ارګ ته رسیدی؛ داځکه موږ ارګ ته ډیر نژدې وو. ټول کابل یوه ملکوتي چیغه سو. زموږ د کور هاخواته یو خلقي اوسیدہ، د کور څراغونه یې مړه کړل او ځانونو پسې یې له ویرې د خونو دروازې وتړلې او فکر یی کاوه چې پر نظام یې ټکه لویدلې ده.

په سبا د کابل ټول مسلمان خلک، زما د کورنۍ د غړو په شمول بازارو ته راووتل او د الله اکبر نارې یې وهلې.
دولت دغه مسالمت آمیزه مظاهره چیان په توپکو او تانکونو او شورویانو بیا له پاسه په راکتونو هرځای ډیر بیرحمه وویشتل. په دغه ورځ سخت ډیر خلک شهیدان کړل سول. د کابل د ښار سړکان د محب وطن مسلمانانو په وینو سره سول. زما ورور هم څو ځایه ولګید خو ژوندی پاته سو. تراوسه یې د سر او پښو په هډوکو کې د هغه تاړاک پرزې بندې دي. دغه واقعې موږ ته څو خبرې راوښوولې:

هغه وخت پر افغانستان یو بیدینه او اسلام دښمنه نظام حاکم و او د یو ستر بیدینه ابرطاقت بیدریغه مرسته ورسره وه. هغوی ویل خدای نسته او د غوایي انقلاب پر شا نه ځي. خو د کب په دریمه د کابل بیدفاع اوسیدونکو حاکم نظام ته په زغرده وویل: خدای سته او د جهان لوی شریر طاقت شوروي ته یې چې دنیا ورڅخه ویریدله، په لوړ آواز وویل: ته لوی طاقت نه یې! الله لوی دی!

حاکم نظام همدغه د الله اکبر شعار نسکور کړ.

خلقي دولت او شورویانو پر کابل خپل تسلط ډیر محکم کړی و او ادعاء یې کوله چې په اطرافو کې د مجاهدینو مقاومت د هغوی د کلیوالي خصوصیت برخه ده چې دیني شعائر پکې مضبوط دي.

کابل کې خلک د دولت ملګري دي، دا ځکه چې دلته د خلکو اقتصاد نسبتا ښه دی او دیني شعائر پکې کمزوري دي. خو د کب دریمې پر دغو انګیرنو د بطلان غټه کرښه کش کړه. لومړی د افغانستان د پایتخت او مرکز خلک د شوروي تجاوز خلاف راپورته سول او د الله اکبر په نارو یې د شوروي اشغال ته نه ووایه.

شورویانو او ګوډاګیانو یې تبلیغ کاوه چې موږ د ښځو حقوق تامینوو نو ځکه د افغانستان ښځې مو ملاتړ کوي. د کب پر دریمه ښځو او نرو دواړو د الله اکبر په تکبیرونو د دین او وطن د غلیمانو پر زړونو زلزلې نازلې کړې. د شپې د الله اکبر په نارو کی د ښځو اوازونه له ورایه تشخیص کیدل. سبا، د کب په دریمه د ښځو لوی کردار وو. پیغمبر (ص) فرمایي: ښځي د نارینو وروڼه دي. په دا ورځ ډیري نجونې د خپلو مبارزو وروڼو سره یوځای شهیدانې او زخمیانې سوې.

شورویانو او د هغوی داخلي ګوداګیانو به ویل چې د انقلاب په وړاندې مقاومت د ګاونډيانو مداخله او ژر به په سرحداتو کې روان ټک و ټوک په انقلابی اقداماتو وځبل سي. خو د هیواد په زړه کابل کې، هغه هم د تجاوز په قوت کې او هغه هم د ارګ د دیوالونو سره د الله اکبر ملکوتي نارو د نړیوال استکبار اندامونه داسې ولړزول چې نور یې پښې د ټینګیدو نه وې څو بالاخره په ۲۶ سلواغی له افغانستانه په شرمو شرمیدلی و تښتید. ژر ده چی د کب لس ۱۳۸۹هـش ( ۲۹ فبروری ۲۰۲۰م) به هم د امریکا او ناټو د شکست د ورځې په نوم زموږ په ویاړلي تاریخ کې ثبت سي.

د کفر، الحاد او اشغال خلاف د کابل د ښاریانو دغه شهامت په نورو هیوادوالو کې د مقاومت روح تقویه کړه او تر هغه وروسته هرځای د شوروي خلاف خلک پورته سول. څو بالاخره شوروي مات او له افغانستانه وووت. داسې مات سو چې د خپل هیواد په دننه کې یې ایدیالوژي او جغرافیا دواړه دړې وړې سول او په دې ډول د افغانانو د جهاد له برکته نړیوال د ابد لپاره ددغه شریرې امپراتورۍ له شره بیغمه سول.

ما د کب له دریمې او لسمې دا نتیجه واخیستل چې پر الله توکل او د خپل دین او وطن دفاع د انسان د ژوند لویه سرمایه ده. د دین او وطن سره مینه او په دغه لار کې پر الله عزوجل توکل د نړۍ ډیر لوی طاقتونه پر ګونډو کولای سي. په همدې روحیه افغانستان ابادیدلای سي. په همدې روحیه افغانستان ژوندی دی.

تل دې وي افغانستان.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هدايت حنيفی شينواري

جناب ډاکتر صیب الله ج دي عمر زیات کړه.
واقعا چي ملي او اسلامي شخصيت یاست

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط کله چي د 1358 لمريزکال د جدي په شپږمه د مارکسيزم او ليننيرم په الحادي فکر مست سوو وحشي فوځونو د خپلواک افغانمسلمانانو پر ټاټوبي د خپلو ګو‌‌‌‌‌‌ډاګيانو د ساتني او بقأ لپاره ناروا او بيشرمانه تيرئ وکړ. دا لاندنئ شعر زما د خوږمن زړه او پريشانه فکر څخه په الهامي توګه راووت . چي دلته يي زما دچاپ سوي شعري ټولګي ( څڅيدلي ويني ) څخه اقتباس او رانقل کوم. الجهاد ولسه واورئ چي پردئ راغلئ په کلي، کورباندي روسئ راغلئ هيواد، ناموس لره تاوان اړوي پردئ تيرئ کأ په افغان اړوي غاصب زورګير… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x