افغانستانسولې اړوند خبرونه

ټرمپ: د جګړې د پای ته رسولو ژمنه پوره کوم، مایک پمپیو به له طالبانو سره تړون لاسلیک کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وايي، له امریکایي ولس سره یې د جګړې د پای ته رسولو او د عسکرو د راستنولو ژمنه کړې وه او اوس  د هماغه  ژمنې د پوره کولو په لور ګامونه اخلي.

له سپیني ماڼۍ څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې ټرمپ ویلي، چې دوی نوولس کاله وړاندې افغانستان ته د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو د عاملینو د ختمولو لپاره راغلي وه او په هغه وخت کې يې په دې برخه کې د پام وړ پرمختک کړی وو؛ خو په خبره یې، ده  د واک له اخستو سره سم له امریکايي ولس سره د عسکرو د راستنولو ژمنه کړې وه او اوس د هماغې ژمنې د پوره کولو په لور ګامونه اخلي.

اعلامیه کې وړاندې د ټرمپ له قوله راغلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» به له طالبانو سره د لاسلیک کېدونکي تړون شاهد پاتې شي او دفاع وزیر «مارک ایسپر» به د افغانستان له حکومت سره د ګډې اعلامیې صادرولو ته ورشي.

د ټرمپ په خبره «که طالبان او افغان حکومت خپلې ژمنې په ځای کړي، له القاعده، داعش او نورو ټولو ترورستي ډلو خلاص افغانستان ته زمینه برابره کړي او یوې سرتاسري سولې ته لاره هواره کړې، موږ به د جګړې د پای ته رسولو په لور محکم ګامونه واخلو.»

نوموړي په پای کې له هغو امریکایي عسکرو مننه کړې، چې د افغانستان په جګړه کې وژل شوي؛ خو د هغوی د افغان همسنګرولپاره د منني توري نه پکې تر سترګو کېږي.

یاده دې وي، چې نن ورځ «دوحه» د طالب او امریکایي استازو تر منځ د تړون د لاسلیک د مراسمو کوربنه ده، د لسګونو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي هلته راټول شوي، څو د دواړو لورو تر منځ د لاسلیک کېدونکي تړون شاهدان پاتې شي، د کوم له مخې، به چې بهرنیان افغانستان پرېږدي او افغانان به په خپلو منځو کې خبرې پيلوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

هغه افغان عسکرو چه دامریکا دگټو لپاره دخپل هیواد والو پر ضید جنګیدل اوس باید شرمنده اوله خلګو بخشنه وغواړی اوله طالبانو هیله کو و چه دشر اوفساد ډلی وشړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x