نړۍ

پاکستان: په ترافیکي پېښه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د سند ایالت په «سکهر» ښار کې د اورګاډي او مسافر وړونکي بس د ټکر له امله لسګونو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس، مرګ ژوبله تېره ورځ د سکر ښار په روهړي نومي سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس او «پاکستان ایکسپریس» په نوم یوه اورګاډی تر منځ له ټکر وروسته رامنځته شوې.

ویل کېږي، په پېښه کې نوولس تنه وژل شوي او ۱۸ نور زخمیان دي.

د سرچینو په خبره، ټکر وروسته له هغه را منځته شو، کله چې د یو مسافر وړونکي بس چلوونکي غوښتل، د ازدهام له وجې بس د عمومي لارې په ځای بس د اورګاډي په لین واړوي.

سیمه ییز چارواکي وایي، ژغورونکي ټیمونه یې د پېښې ځای ته لېږلي او ټپیان یې د بېړنۍ درملنې په موخه ملکي روغتون ته لېږلي.

د پاکستان د خلګو د ګوند «پيپلز پارټي» مشر «بلاول بوټو» پېښه په کلکو ټکو غندلې او د اورګاډو ورځ تر بلې زیاتېدونکې ترافیکي پېښې یې د حکومت د ناغېړۍ نښې بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx