تاریخ او شخصیتونهنړۍ

اسلامي مفکر او محقق عالم دوکتور محمد عماره وفات شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۸ل): اسلامي مفکر، محقق عالم، د مصر د سترو علماوو او محققينو د ټولنې غړی دوکتور محمد عماره له اوږدې ناورغۍ وروسته د نوي کالو په عمر وفات شو.

د دوکتور عماره زوی خالد عماره ويلي، چې پلار يې له اوږدې ناورغۍ وروسته خپل روح خپل رب ته وسپاره.

دوکتور عماره په مصر او ټولې اسلامي نړۍ کې د اسلامي فکر او ديني علومو سرلاری و، لسګونه تحقيقي کتابونه او مقالې يې ليکلي دي.

مرحوم دوکتور عماره د تېرې پېړۍ په ۱۹۳۱ کال کې د مصر په کفر الشيخ سيمه پيدا شوی و، په ماشومتوب کې يې قرانکريم حفظ کړی، لوړې زده‌کړې يې د قاهرې دارالعلوم فاکولتې څخه ترلاسه کړې وې، ماستري او دوکتورا يې په اسلامي فلسفه کې کړې وه.

مرحوم دوکتور عماره د جمال الدين افغان، محمد عبده او عبدالرحمن الکواکبي په افکارو او ويښتيا هڅو لسګونه څېړنيزې مقالې  او کتابونه ليکلي دي.

همدارنګه يې د اسلامي دعوت، ميراث، فکري ويښتيا، پر اسلامي احکامو د غربي مستشرقينو د نيوکو په ځواب کې هم ګڼ شمېر کتابونه ليکلي، چې د اسلامي فکر په برخه کې مرجعي حیثيت لري.

د هغه د ليکل شوو کتابونو شمېر له دوو سوو زيات دی، چې ځينې يې په لاندې ډول دي.

  1. التفسير الماركسي للإسلام.
  2. المعتزلة ومشكلة الحرية الإنسانية.
  3. معالم المنهج الإسلامي.
  4. الإسلام والمستقبل.
  5. نهضتنا الحديثة بين العلمانية والإسلام.
  6. معارك العرب ضد الغزاة.
  7. الغارة الجديدة على الإسلام.
  8. جمال الدين الأفغانيبين حقائق التاريخ وأكاذيب لويس عوض.
  9. الشيخ الغزالي: الموقع الفكري والمعارك الفكرية.
  10. الوعي بالتاريخ وصناعة التاريخ.
  11. التراث والمستقبل.
  12. الإسلام والتعددية.
  13. الإبداع الفكري والخصوصية الحضارية.
  14. الدكتور عبد الرازق السنهوري باشا: إسلامية الدولة والمدنية والقانون.
  15. الإسلام والسياسة: الرد على شبهات العلمانيين.
  16. الجامعة الإسلامية والفكرة القومية.
  17. قاموس المصطلحات الاقتصادية في الحضارة الإسلامية.
  18. عمر بن عبد العزيز.
  19. جمال الدين الأفغانيموقظ الشرق وفيلسوف الإسلام.
  20. محمد عبده: تجديد الدنيا بتجديد الدين.
  21. أبو الأعلى المودودي.
  22. الأعمال الكاملة لرفاعة الطهطاوي، (تحقيق).
  23. الأعمال الكاملة لجمال الدين الأفغاني، (تحقيق).
  24. الأعمال الكاملة للشيخ محمد عبده، (تحقيق).
  25. الأعمال الكاملة لعبد الرحمن الكواكبي، (تحقيق).
  26. الأعمال الكاملة لقاسم أمين، (تحقيق).
  27. الأعمال الكاملة لعلي مبارك، (تحقيق).
  28. رسائل العدل والتوحيد، (تحقيق).
  29. كتاب الأموال لأبي عبيد القاسم بن سلام، (تحقيق).
  30. معركة المصطلحات بين الغرب والإسلام.
  31. القدس الشريف رمز الصراع وبوابة الانتصار.
  32. هذا إسلامنا: خلاصات الأفكار.
  33. الصحوة الإسلامية في عيون غربية.
  34. الغرب والإسلام.
  35. أبو حيان التوحيدي.
  36. ابن رشدبين الغرب والإسلام.
  37. الانتماء الثقافي.
  38. التعددية: الرؤية الإسلامية والتحديات الغربية.
  39. صراع القيم بين الغرب والإسلام.
  40. الدكتور يوسف القرضاوي: المدرسة الفكرية والمشروع الفكري.
  41. عندما دخلت مصر في دين الله.
  42. الحركات الإسلامية: رؤية نقدية.
  43. المنهج العقلي في دراسات العربية.
  44. النموذج الثقافي.
  45. تجديد الدنيا بتجديد الدين.
  46. الثوابت والمتغيرات في فكر اليقظة الإسلامية الحديثة.
  47. نقض كتاب الإسلام وأصول الحكم.
  48. التقدم والإصلاح بالتنوير الغربي أم بالتجديد الإسلامي.
  49. الحملة الفرنسية في الميزان.
  50. الحضارات العالمية: تدافع أم صراع.
  51. إسلامية الصراع حول القدس وفلسطين.
  52. القدس بين اليهودية والإسلام.
  53. الأقليات الدينية والقومية: تنوع ووحدة أم تفتيت واختراق.
  54. السنة النبوية والمعرفة الإنسانية.
  55. خطر العولمة على الهوية الثقافية.
  56. مستقبلنا بين العالمية الإسلامية والعولمة الغربية.
  57. بين الغزاليوابن رشد.
  58. الدين والدولة والمدنية عند السنهوري باشا.
  59. هل المسلمون أمة واحدة.
  60. الغناء والموسيقى حلال أم حرام.
  61. أزمة العقل العربي.
  62. المواجهة بين الإسلام والعلمانية.
  63. تهافت العلمانية.
  64. الحركة الإسلامية: رؤية مستقبلية.
  65. القرآن.
  66. محمد.
  67. عمر بن الخطاب.
  68. علي بن أبي طالب.
  69. قارعة سبتمبر.
  70. العرب والتحدي، سلسلة عالم المعرفة، الكويت، العدد 29.
  71. الإسلام وحقوق الإنسان، سلسلة عالم المعرفة، الكويت، العدد 89.
  72. معالم المشروع الحضاري في فكر الشيخ محمد الغزالي.
  73. التشيع الفارسي المعاصر – خفايا المؤامرة.

د دوکتور محمد عماره مړينه د اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د مصر لپاره ستره خلا بلل کيږي، چې ډکول به يې تر ډېره ستونزمن وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی احمد

تعجب دی چہ تاسو دی کس تہ مفکر اسلام وایی! پدی کہ داسلام سہ نخہ دہ دامریکی خارجہ وزیر نیکتایی آچوی دیم آچولے ھغم دریشی کوی دیم کڑے ھغم گیرہ خرولی دیم خریی ھغم پسر سر تور دی دیم ھمغسی کہ تہ ووایی چہ دی عالم دی نو عالم خو شیطان ھم وو بلکہ شیطان لاآن دملائکو استاد پاتی شوی وو چہ تقوا نہ وو نو مردود شو ملاک دینکم الورع حدیث صریح دی پدی مورد کی دغسی کسان باعث دنفوذ د یھود کیگی پہ معاشرہء اسلامی کی

مولوی احمد

ای د نن ٹکی اسیا مسؤلینو تاسی ولی حقہ خبرہ نہ نشروی او زما تبصرہ مو لری کڑہ پہ آخرت کے بہ خدایتہ سہ جواب ورکوی

غ. حضرت

مولوی جانه!
ستا منطق! د منلو وړ نه دی، ته په دوهمه یا څلوېښتمه پېړۍ کی اوسېږې.
د لباس څرنګوالی او کیفیت د علم او تقوا سره هیڅ اړه نلری.
کوډګران او جعلی انګرېزی پیرانو او مُریدانو او داعشی خوارجو هم ستا د خوښی لباس او جامې غاړی ته اچولی دی خو نه علم لری او نه تقوا.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x