لیکنېنظــر

تر شیراټون سخته لاره

قاري سعید زرمتی

په قطر کې د لاسلیک ځای (شیراټون هوټل) چې څومره مجلل دی، د دیپلوماسۍ ورغلې لاره دغومره پسته او آسانه نه وه. واقعیت دا دی چې طالب مشرانو د پوځي جهاد د کړاوجنې لارې په شان د سیاست اغزنه دښته هم په خورا ستر همت او پرتمین عزم ګز و ګام کړه.

۲۰۱۰م کال د امریکا ضد جهاد په تاریخ کې ټاکونکی نقش لري، په دې کال چې د اوباما د ستراتيژۍ له مخې په افغانستان کې د امریکایي اشغالګرو شمیر تر ټولو لوړ حد ته پورته شوی و،  په وړاندې یې جهادي خوځښت هم اوج ته رسیدلی و، په دې کال تر ټولو زیات امریکایي عسکر ووژل شول او د هرکله په نسبت د امریکا ډيرې پیسې په افغانستان کې لوګی شوې. د کال په اوږدو کې د طالبانو بریالي مقاومت د سپینۍ ماڼۍ له مغزو څخه د پوځي بریا فکر ویوست. ملا محمد عمر مجاهد چې په زابل کې یې د یوه خړ کلي له خټین اطاق څخه د جهاد ډګر څاره، ښایي دا یې درک کړي وو چې نور امریکا له جوش څخه د هوش پوړۍ ته راغورځیدلې او که خبرې ورسره وشي شاید سر یې پې خلاص شي. په همدې کال د ملا محمد عمر مجاهد په مستقیم هدایت دطالبانو سیاسي استازو په لومړي ځل له امریکایي ډیپلومانو سره مخفي لیده کاته او خبرې وکړې. چې همدا پروسه وروسته د تفاهم د لس کلنې لړۍ لومړنی ګام شو.

د طالبانو او امریکا د مذاکراتو څه باندې لس کلن مزل له اوږدو کږلیچونو، پیچومو او لوړو ژورو راتېر شو. لومړني تماسونه، مخفي لیده کاته، د قطر کوربه توب او د سیاسي استازو ورتګ، د دفتر افتتاح او د بیرغ لانجه، د بندیانو خبرسازه تبادله او بالاخره یوه اوږده موده سردرګمي او سیاسي خاموشي چې حتی له ډیرو یې د قطر پروسه هیره کړې وه. په دې منځ کې کرزی لاړ او اشرف غني راغی او هلته امریکا کې هم د اوباما ګوند ټرمپ ته وبایللـه. ټرمپ هم د بوش او اوباما په څیر تر هر څه مخکې په افغانستان خپله پوځي ستراتیژي تجربه کړه، چې په شکست محکومه شوه. د ټرمپ د ستراتیژۍ او ورسره د پوځي، سیاسي او د نیکولسن په خبره مذهبي فشارونو ناکامۍ بالاخره سپینه ماڼۍ دې ته راوسته چې له مذاکراتو پرته بله لار نشته. نو ځکه خو د۲۰۱۸ په جولای کې امریکایي پلاوی په قطر کې د طالبانو دفتر ته له یوه نوي او متمایز پیغام سره ورغی. امریکایانو طالبانو ته وویل: موږ او تاسو ۱۷ کاله سره وجنګېدو، امریکا په خپل تاریخ کې دومره اوږده جګړه نه لري، په اتلس کاله کې موږ ته معلومه شوه چې که همدومره نور هم وجنګیږو یو بل نه شو ماتولای، نو د دواړو خواوو لپاره ښه دا ده چې معضله په خبرو خلاصه کړو.

په دې ډول د طالبانو او امریکایانو تر منځ د مخامخ مذاکراتو پروسه په جدي ډول پیل شوه. درې پړاوه خبرې او لیده کاته په ۲۰۱۸ کال کې وشوې او شپږ پړاوه په ۲۰۱۹ م کال کې. دا مذاکرات آسانه نه ول، په پیل کې امریکا د نړیوال زبرځواک له دریځه ځان پر طالبانو برلاس ګاڼه، خو وروسته یې کرار کرار د پوځي ډګر غوندې په مذاکراتي میز هم چلند بدل شو. د طالبانو لپاره  د مذاکراتو دا پړاوونه خورا ستره ابتلا وه. امریکا د فشار پریمانه وسائل په لاس کې لرل. د دمذاکراتو دریم پړاو چې په ابوظبي کې ترسره شو. یوه ګډونوال یې راته وویل چې امریکا، سعودي، امارت، پاکستان او ورسره ټولو ګډونوالو طالب دیپلوماتانو ته ایتلاف کړی و او پر طالبانو یې کله د زور او کله د زاریو په ژبه ټینګار کاوه چې هلته بهر په تمه ناست د اشرف غني استازي حمد الله محب سره فقط یو نمایشي ملاقات وکړي. خو طالبانو په ځغرده ژبه ټولو ته د رد ځواب ورکړ.

ورپسې په څو پړاوو اوږدو مذاکراتو کې طالبانو له امریکایي اړخ سره تر اټکل پورته چنه بازي وکړه. امریکایان چې د مذاکراتو پروسه یې یو طرفه جاده ګڼله، په خپله محاسبه کې خطاوتلي ول. طالبان د پوځي ډګر غوندې د میز پر سر هم سرسخت او نه ماتیدونکي ول، د سپیني ماڼۍ، پینټګان، سي آې اې او د امریکا د وزارت خارجه مذاکراتي استازي یې تر ورځو ورځو بوخت وساتل او د توافق نامې په یوه یوه ټکي یې ورسره اوږده دلائل وویل. خو کله چې له نهه پړاوه مذاکراتو بعد د امریکا ولسمشر ټرمپ د مذاکراتو پروسه لغو اعلان کړ، ځینو د سطحي فکر خاوندانو د ټرمپ ټویټ د طالبانو د سیاسي زوال پیلامه ګڼله. اما طالبانو حواس ونه بایلل. ملا برادر آخند د ټرمپ له ټویټ وروسته خپل ملګري راټول کړل او هماغه د ملا محمد عمر مجاهد خبره یې ورته وکړه چې: دوی به خپل کار کوي او موږ خپل . . . باید خپل کار ته متوجه شو او سر له اوسه د سیمې او نړۍ تأثیر ګذارو هیوادونو ته سفرونه ولرو تر څو نړۍ ته تفهیم کړو چې د مذاکراتو پروسه موږ نه ده ناکامه کړې. له دې وروسته طالبانو ګڼو هیوادونو ته ديپلوماتیک سفرونه وکړل.

د ټرمپ له انکار وروسته تر درې میاشتو پورې د مذاکراتو پروسه په ټپه ودریده، په دې موده کې ښکیلو  اړخونو یوازې د بندیانو تبادلې پر سر مذاکرات وکړل چې دغه تبادله په نومبر کې ترسره شوه. بالاخره د ۲۰۱۹ م کال د ډسمبر په شپږمه د امریکایي پلاوي مشر خلیلزاد یو ځل بیا قطر ته لاړ او له طالبانو سره یې د مذاکراتي پروسې له سره دپیلولو خبر ورکړ.

د ډسمبر له شپږمې بیا د فبرورۍ تر ۲۹مې موده هم د  پخوا په شان کړاوجنه وه. ټرمپ په اوربند ټینګار درلود، خو طالبانو ورسره نه منله، تر دې چې د (اورکم) اصطلاح رامنځته شوه او د یوې اونۍ  لپاره د پوځي عملیاتو په کمښت توافق وشو. د فبرورۍ په ۲۱ د امریکا خارجه مایک پمپیو اعلان وکړ چې د جنورۍ په ۲۹ به د طالبانو او امریکا تر منځ توافقنامه امضاء شي او له هغه وړاندې به نظامي عملیات د یوې اونۍ لپاره راکمیږي. په دې ډول هغه موافقه حتمي شوه چې تر دې وړاندې ډیرو ته یوازې بوختوونکې افسانه ښکارېده.

لکه څنګه چې د فبرورۍ۲۹ ( د حوت لسمه) یوه استثنائي نیټه ده( ځکه په اکثرو کلونو کې دغه میاشت ۲۸ ورځې وې) همداسې د کب د لسمې توافقنامه له سره ترپایه استثنائي او فوق العاده ده. طالبان په استثنائي شرایطو او غیر نورمال وضعیت کې، د نړۍ له هغه ځواک څخه د پوځي انخلاء وثیقه ترلاسه کوي چې ښایي د انساني نړۍ متفکر ماغزه او د ( ټینک ټانکز) مراکز ورته توجیه پیدا نکړای شي. خو تر شیراټون هوټل رسیدلی دا تر اټکل پورته مزل د ملا محمد عمر مجاهد له هغې خبرې سرچینې اخلي چې ویلي یې و: موږ ته الله تعالی د بریا او جورج بوش د ناکامۍ وعده راکړې، موږ به وګورو چې د چا وعده رښتیني ده. رحمه الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x