د سولې څارنظــر

د اسلام په تاریخ کې یوه بله د فتحې او خوښۍ ورځ هم ورزیاته شوه

 عاکف مهاجر

نن د خوښۍ ورځ ده!

هوکې دا یواځې د افغانانو لپاره نه بلکې ټول اسلامي امت لپاره د خوښۍ ورځ ده.

دغه ورځ مونږ ته د مکې د فتحې ورځ رایادوي.

واقعا چې داسې ښکاري لکه صلاح الدین ایوبي چې د بیت المقدس ازادي ترلاسه کړي وي.

له وړاندې راتیریږو نن افغان مسلمان ملت د تیرو دوه پیړیو برم پرځای او د نیکونو تاریخ راژوندی کړ.

که په ۱۸مه ۱۹مه او ۲۰مه پیړۍ کې مو نیکونو ګرګینیان، بریتانویان، روسان راڅملول خو مونږ. هم د خدای په نصرت دادی یوه بله امپراتوري راڅملوله او زر ده چې په تاریخ کې مو د یوې بلې خپلواکۍ ورځ اضافه کړو.

نن ورځ داسې نده چې یواځې یو حو نفره راتول او پر یو کاغذ به دوه کسان تر یو لیک لاندې دستخط کوي بلکې دا ورځ د اسلام پر حقانیت او د کفر پر ابطال دستخطونه کیږي، کفر خپل بطلان مني او اسلام خپل حقیت ثابتوي.

هوکې!

نن امریکا خپله هغه خبره بیرته اخلي چې د اسلام زامنو ته یې مرګ یا زندان ټاکلی وو بلکې هغوی دا منی چې تاسو پر حقه یاست ستاسو هیواد مونږ اشغال کړی وو ستاسو جګړه بر حقه وه مونږ سره دریدلي ستاسو خلک زمونږ غلامان او پر باطله وو.

رښتیا هم لکه څنګه چې یو شمیر هوسا طلبه مسلمانو فکر کړی وو چې د دغې جګړې ګټل ناشوني دي او یواځې څو ګګر سري تش لاس افغان طالبان او مجاهدین یې پر وړاندې لکه غر ودریدل دا جګړه همداسې وه په عقل او فکر یې ګټل ناشوني وو خو د هغوی یقین پر هغه خدای وو چا چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته ویل چې تا ویشتل ندي کړي هغه وخت چې تا ویشتل کول بلکې الله و ویشتل نن هم کټ مټ هغه دور وو رښتیا هم طالب دا جنګ نشو ګټلی خو الله پرې وګټلو او الله یې مرسته وکړه، هغه خدای چې رسول کریم صلی الله علیه وسلم یې د مکې پر فتحې ونازولو نن یې طالب هم له سختو امتحاناتو وروسته بر یوې لویې سوبې او فتحې ونازولو.

خو دغه فتحه او بریا د هغه چا روح ته باید ډالۍ شي چا چې خپل تیت پرک لښکر بیرته راټول او هغه مهال یې امریکا ته په خطاب کې و ویل چې مونږ به یوه ورځ بیرته ضرور راځو او ستاسو تخت او تاج به رانسکوروو.
هغه چاته چې یوه نیمه لسیزه یې د اسلام په خاطر له خپل اهل او عیال لرې تیره کړه د عبدالله ابن مبارک تاریخ یې ژوندی کړ خو کفر ته تسلیم نه شو.

هغه مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ته دې ډالۍ وي.

هغه امیرالمؤمنین ته دې مبارک وي چې سوځیدلی وجود یې رب ته ورووړ خو د غرب زامنو ته یې د خپل کړیدلي ملت پر سر د بدماشبږیو جوابونه ورکړل او غرور یې ورته له خاورو سره خاورې کړ.

هغه شهید ملا اخترمحمد منصور تقبله الله ته دې ډالۍ وي:

بالاخره هغه طالب ته دې ډالۍ وي چې په یوه شپه به یې دوه یا درې دروازې ټکولې خو بیا یې هم ماتې نه منله او هغه شهید ته دې ډالۍ وي چې ډرون یې د بدن غوښې داسې وشیندلې چې مورکۍ یې ټوټې راټولولې او یواځې همدومره یې تسلي پرې کیدله چې دا زما د بچي د وجود سوزیدلې ټوټې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul-Rauf Alam

د فتحی ورځ، ليکوال صاحب او ټولو مسلمانانو ته مبارک وې.باید د الله تعالی شکر ادا کړو او د یو شرعی نظام په اعاده کی، خپل ټول قوت او توان په کار واچوو.

اجمل

ګوری به یی دا یوه تاریخی غمیزه ده نه ښه ورځ. په هغه سوله چی پاکستان راضی وی څنګه کیدای شی هغه سوله ښه وی؟ دا توافقنامه په اصل کی د آی اسی آی غړو له امریکی سره امضا کړې.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x