شعـــــرونه

ازادۍ !!!/ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک

په وینو د شهید لیک دی ، سرلیک د ازادۍ
د غرب غرور رام شوې، کړي لاسلیک د ازادۍ

په غېږ د انقلاب کې نوی باب پرانیستل کېږي
خو دا به ستر تړون وي ستراتیجک د ازادۍ

د مینې په رمز پوه دی، په نغمو د ازادۍ
طالب خو یو سیمبول دی،رومانتیک د ازادۍ

پر مړه وجود یې واړوئ، د تل لپاره خاورې
کړي لغوه به تړون بیا ډراماټیک د ازادۍ

چې هجر یې پر زړه باندې تېر شوی د هجرت وي
د ټولو مهاجرو بلنلیک د ازادۍ

ثاقبه!! په څېرو کې یې ریښتنې مینه ښکاري
کرادار یې ډېر عالي ډیپلوماټیک د ازادۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x