افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

ضعيف: د تړون له لاسليک وروسته بايد ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې له مداخلې لاس واخلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک ته يوازې څو ساعته پاتې دي، خو د سولې چارو فعالان وايي، چې له تړون وروسته بايد ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې مداخله ونه کړي.

د سولې چارو فعال او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ملا عبدالسلام ضعيف د قطر پلازمېنې دوحه کې رسنيو ته ويلي، چې حالات بدل شوي، ټوله نړۍ په دې پوهيږي، چې ستونزې د جګړې پر ځای يوازې په خبرو کې حل کېدای شي او امريکا هم روانه جګړې بالاخره د خبرو له لارې پای ته رسوي.

د ښاغلي ضعيف په وينا د افغانستان خوندي راتلونکي لپاره اړينه ده، چې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې له مداخلې لاس واخلي.

د پاکستان رول

ملا عبدالسلام ضعيف ويلي، حقیقت داسې دی، چې پاکستان د افغانستان په سوله کې کوم ځانګړی رول نه دی ادا کړی، خو پر وړاندې يې ستونزې هم نه دي راپورته کړي.

نوموړي زياته کړې، چې د افغانستان جګړه او ناامني د پاکستان په شمول د نړۍ او سيمې هېڅ هېواد په ګټه نه ده او بايد ټول د يوه بل درناوی وکړي او د افغانستان په داخلي چارو کې له مداخلې ډډه وکړي.

ښاغلي ضعيف دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان روانې اتلس کلنې، بلکې څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امريکا او طالبانو ترمنځ د اتلس مياشتو مذاکراتو په پایله کې نن د قطر پلازمېنې دوحه کې د سولې تړون کېږي.

د سولې تړون له لاسليکېدو وروسته به له افغانستانه د بهرنيو پوځيانو د وتلو لړۍ پيلږي او پنځلس ورځې وروسته به بين الافغاني خبرې پيل شي.

ټاکل شوې، چې د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې بايد د باور فضا رامنځته شي او دواړه لوري شپږ زره بنديان خوشې کړي.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، پنځه زره طالب بنديان به له حکومتي زندانونو خوشې کيږي او دوی به هم زر حکومتي بنديان خوشې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

په دې څو کرښو کي خو داسي ځانګړي او نوي څه نسته. په دې خبرو خو هر افغان پوهيږي او کوي يې. څوک چي په واقعي معنا سفير تېر سوی وي بايد بکري، دپلوماتيکي او د رښتيانۍ سولي په موخه د خلکو د اذهانو او ليدلورو د تنظيم او د پردو غليمانو د لاسوهنو د بندېدو په موخه د سياست د آرونو سره سمي خبري او څرګندوني وکړي.
فسانه گشت و کهن شد حدیث ضعيف
سخن نو آر که نو را حلاوتی است‌دگر.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x