شعـــــرونه

غزل؛ مدثر همراز

مدثر همراز 

هو سوله به رازی وینو مو رنګ راوړی دی
په جنګ به یی اوباسوچا چه جنګ راوړی دی

میدان د معرکې مو بینظیره ننداره ده
چا توپ و طیاری او چا کولنګ راوړی دی

پاچا د مجازي نړۍ درویش ته په سجده شو
بیرغ د ازادۍ نن بیا ملنګ راوړی دی

زما د مینې اور د فدایی لمبو کې ورک شي
ګیله او شیکایت راته پتنګ راوړی دی

دعوه زما د دین کوئ زما د دین دښمنه
دا کوم ځای نه دی داسې بد فرهنګ راوړی دی

میدان د غزا ګرم کړي د سولې داسی غږ دی
همرازه د تکبیر اواز تل ننګ راوړی دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x