شعـــــرونه

د سولې خوشبويي

خالقيار احمدزی

له وږمو سره میلمه یې بیا د سولې خوشبویي ده
بیا رڼا رڼا وطن دی، زیري ځي راځي ښادي ده

ما په زیري کې منلي دوه رکعات او درې روژې وې
یار منلي په وصال کې آن د خپل تن قرباني ده

نن نړۍ پګړۍ اخیستې نن یې کړی ابتکار دی

نن یې دوست او دښمن دواړه، غاښ په ګوته حیراني ده

دا د کونډې مورکۍ اوښکې،دشهید یتیم فریاد دی
سوله زما او تا اواز دی، د جنګ خوښو پریشاني ده

نن نرګس هم پرې خوښیږي، ګلابونه هوسیږي
نن د کلي چنار ناڅي، نن ګودر باندې مستي ده

نه اواز شته د بنګنو، نه چاپه شته زوروره
نن مې ځوان استشهادي هم، مبلغ ده او قاري ده

یوه استاد دی ګل را اخیستی چې یې خپل شاګرد ته هار کړي
له سنګره طالب راغی ، مدرسې ته هوسي ده

له هیواده تر هیواده زیري بیا دي افغانانو
ماته کړې مو دریمه، نړیواله امپراطوري دي

نن به قبر کې خوشال وي د عمر سپیڅلی روح هم
نن به کړي پر منصور زیري چې آرمان مو جدایي ده

خالقیاره په اوښلنو سترګو، څنګه یې تعبیر کړم
ستره سوبه د تاریخ ده، نو موځکه خوشالي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x