افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

پومپيو: پر ایران نظر ساتو، چې د سولې خبرې ګډې وډې نه کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، پر ايران يې ټينګ نظر دی، تر څو د افغانستان سوله له ګډوډۍ سره مخ نه کړي.

پومپيو د کانګريس د بهرنيو اړيکو کميټې ته د ځوابونو پر مهال وويل، ایران ډېر وخت تخريبي کړنې ترسره کړي، خو دوی پرې ټينګ نظر لري، تر څو د سولې روانې هڅې اخلال نه کړي.

پومپيو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ټاکل شوې نن شنبه د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر پلازمېنې دوحه کې پر ځايي وخت ماسپښين ۲:۳۰ بجې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او ګڼو نورو نړيوالو مشرانو له طالبانو سره د سولې تړون ته خوشبيني ښودلې او وايي، چې د تېرې اونۍ اورکم ډېر هيله بښونکی و او هيله يې ښکاره کړې، چې افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات څښتن شي.

ټاکل شوې، چې د امريکا له لوري د سولې تړون د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د طالبانو له لوري د قطر دفتر مشر او د طالبانو سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر لاسليک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Tooba Jan

یا الله ته یی بری په نصیب کړی یا الله هغه څوک نور هم وشرموی چی له امریکایانو سره یی مرسته کړی او جاسوسی یی ورته کړی ده یا الله ټول طالبان د اسمان ستوری وګرځوی یا الله ته ټولو طالبانو ته ک هغه که ژوندی دی او که شهیدا ته ورته جنت فردوس ورکړی یاالله ټول په اول سر کی ټول طالب بندیان را خلاص کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x