
بيا يو بل امپراتور مات شو
حسان ضعيف
د اسلام د ویاړ تاریخ ته اضافه شوه بله فتحه
بیا یو بل امپراتور مات شو نوشته شوه بله فتحه
پرګونډو دي درست جهان کړ ای اتله طالب جانه
دا نصرت د ذوالجلال دي چې درنه شوه بله فتحه
د شهید ارمان پوره شو قربانې یې ضایع نشوه
لهو رنګ د شهید راوړ باندې سره شوه بله فتحه
هڅي زیار او زحمتونه مو قبول شه ټول غازیانو
د نظام اسلامې مو په حصه شوه بله فتحه
په ګلبڼ د استشهاد کې دي ګلونه ټوکیدلي
د بلبل د نغمو شور کې زمزمه شوه بله فتحه
د حسان ضعیف وطن به د اسلام په نور کې پټ شی
سپین بیرغ به په ناز رپي بیا څپه شوه بله فتحه