لیکنېنظــر

ګټه چا وکړه؟

جواد یاسر

امریکایانو د افغانستان د دائمي اشغال خوبونه لیدل بالآخره دلته راغلل زموږ وطن یې اشغال او بیا لوټي-لوټي کړ، تر یؤ لک زیات افغانان یې ووژل؛ خو د افغانانو مقاومت ته یې ځان نه شو ټینګ کړای، ماته یې ومنل او فکر یې وکړ چې پۀ افغانستان کې تر مرګونو راته پۀ امریکا کې ژوند غوره دی، فیصله یې وکړه چې راځئ ووځو. او دا دې نن د طالبانو سره د نړۍ پۀ مخ کې د اشغال د خاتمې تړون لاسلیکوي.

دوی نسبي ګته وکړل، که یې افغانستان دایمي اشغال نکړ؛ خو کم تر کمه د خپل سر غم یې وکړ او خوندي به خپل وطن ته ستانه شي.

طالبانو بیا د غربي اشغال سره سم د اسلامي او ایماني وجیبې له مخې د جهاد توري او ټوپک ته لاس کړ، د روسانو د وخت زنګو خوړلې کلاشینکوفونه یې پۀ تېلو غوړ کړل، غرونو ته پورته شول او له هغه ځایه یې د امریکا او ناټو پۀ مقابل کې مقاومت پیل کړ، ځینو میړنیو او اتلو ځوانانو یې تر سینو باروت تاو کړ یا یې د باروتو موټربمونه جوړ کړل او د امریکایانو پر قطارونو او لویو بېسونو یې تندریز بریدونه وکړل، پۀ دغه لښکر کې حیرانوونکي یې تهاجمي فدایان وه چې د موټربم وروسته به مخامخ پر دښمن ورغلل، پۀ بېس کې به یې پۀ یرغلګرو پسې منډې وهلې چې د ټوپک شپېلۍ ته به یې برابر شو پر سر به یې وویشت او له منځه به یې یوړ.

د طالبانو هدف د اسلام د برم ساتل، د اشغال ختمول او د اسلامي نظام جوړول وه او د فدایانو ارمان سپېڅلی شهادت او د دوی د وینو پۀ بیه دې ملت ته اسلامي نظام جوړول وه، طالبان سل فیصد بریالي شول، هم یې د اسلام حقیقي نمونه نړۍ ته وړاندې کړل، هم یې یرغلګر دې ته وادار کړل چې نن ورسره د اشغال د خاتمې تړون لاسلیکوي او هم د اسلامي نظام د قیام تر نظریې یؤه ذره پر شا شول.

دریمه ډله د امریکا افغاني مزدوران وه، دوی د اشغال د راتګ سره پر ټولو اسلامي، ملي او افغاني ارزښتونو پښه کېښودل، د پردویو پۀ چوپړ کې یې خپل افغانان پرېمانه ووژل، زنداني کړل او سخت ظلمونه یې ورسره وکړل، د افغانانو کورونو ته به یې پردي راوستل او افغانان به یې د تروریستانو پۀ نوم پۀ لاس ورکول. دغې ډلې ځانګړی هدف نه درلود یوازي دا چې امریکایان تر خوشاله وي، پر سر یې لاس ورتېر کړې او څو ډالر ورکړي.

دا ډله پۀ بشپړ ډؤل ناکامه ده، ملت ته یې مخ تور دی او وجدان ته ملامت دي، امریکایان هم ترې کډې باروي او د ډالرو خیرات هم پر بندوي. دوی هم اوس د طالب رحم ته مړې سترګې انتظار دي، دوی نه پوهیږي چې د خپلو جرایمو جزا به یې سر پرې کړي او که د طالب عفوه به یې سر خوندي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x