افغانستانسولې اړوند خبرونه

قطر کې د توافقنامې د لاسلیک مراسم؛ ګډونوال یې څوک دي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۸ل): نن ورځ «شنبه» دوحه د طالبانو او امریکا تر منځ د اتلس میاشتنیو مذاکراتو په پایله کې د رامنځته شوي توافق د لاسلیک د مراسمو کوربنه ده.

دغه مراسم، چې د دوحې په پرتمین هوټل «شیرټن» کې نیول شوي، د لسګونو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران، د نړیوالو سازمانونو استازي او یا هم سفیران پکې برخه اخلي.

له دوحې څخه د نن ټکی اسیا یوه سرچینه وایي، په نننیو مراسمو کې به د بهرنیو هیوادونو ۱۸۰ وزیران، سفیران او یا هم استازي ګډون لري.

د سرچینې په حواله، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر «مایک پمپیو» په مشري به پنځوس تنه امریکایي چارواکي په دې مراسمو کې برخه اخلي او د قطر په ګډون د بېلا بېلو هیوادونو څلوېښت  وزیران به هم ددې ناستې میلمانه وي.

د طالبانو  له لوري به تر  مذاکراتي ټیم ورهاخوا د ملکي تلفاتو د مخنیوي د کمېسیون، د روغتیا د کمېسیون، د بندیانو د کمېسیون، د تعلیم او تربیې د کمېسیون او نورو ادرو پنځوس تنه مشران یا هم غړي ګډون کوي.

ددې تر څنګ به له قطر، افغانستان او یا هم بهر څخه را بلل شوي پنځوس کسان هم ددې مراسمو برخه وال وي.

د سرچینو په حواله، د غونډې په ځای کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د هوټل دننه په مختلفو برخو کې امنیتي کسان ځای پر ځای شوي.

یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک کېدونکی تړو ن د اتلس میاشتنیو پېچلو مذاکراتو پایله ده، چې تمه ده په تعقیب یې د افغانانو خپلمنځي خبرې او د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x